د بغداد په مارکیټونو کې خونړۍ چاودنې وشوې

Image caption د صباح البور په سیمه کې چاودنې داسې مهال وشوې چې د دوکاندارانو او خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه.

د عراق د پلازمېنې بغداد په دوو مارکیټونو کې چادونو لږ ترلږه ۲۳ کسان ووژل.

د بغداد په شمال کې په شیعیه میشتې سیمې صباح البور کې چاودنو تر ۱۶ پورې کسان ووژل او له ۴۰ ډېر یې ټپیان کړل.

دغلته چاودنې داسې مهال وشوې چې د دوکاندارانو او خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه.

یوه بله چاودنه د بغداد په سویل کې په سیني میشتې سیمې دوره کې وشوه چې اووه کسان په کې ووژل شول.

ویل کېږي چې له ۲۰۰۸ کال څخه وروسته اوس د عراق په بېلا بېلو سیمو کې قومي تاوتریخوالی د نور هر کله په پرتله ډېر شوی دی.

ملګري ملتونه وايي د روان میلادي کال له پیل راهیسې په عراق کې له ۵۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې اته سوه یې یوازې د اګست په میاشت کې ووژل شول.

ګومان کېږي چې په سوریه کې د تاوتریخوالي لمن عراق ته هم غځیدلې او مخ په زیاتېدو دی.

اوس داسې اندیښنې هم شته چې کېدای شي لکه د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو په څیر په عراق کې د سنیانو او شیعیه ګانو ترمنځ قومي تاوتریخوالی رامینځ ته شي.

په وروستیو اوونیو کې د عراق امنیتي ځواکونو په بغداد او شاخوا سیمو کې د القاعده شبکې په سلګونه مشکوک غړي نیولي دي.

خو هغو عملیاتو چې په سیني میشتو سیمو کې ترسره شوي اکثره سنیان په غصه کړي او د تاوتریخوالي په مخنیوي کې یې هم مرسته نه ده کړې.

ورته مطالب