کینیا کې له ترهګر برید وروسته د جسدونو لټه پیل شوې

Image caption په پلټونکو ډلو کې امریکايي، برتانیوي، جرمني او کاناډايي کارپوهان شامل دي او د نورو جسدونو د لټې ترڅنګ شواهد هم ټولوي.

کینیايي او د بهرنیو کارپوهانو ډلې په نیروبي کې د ویسټ ګیټ په نامه مارکیټ لټوي چې ښايي د ځینو کسانو جسدونه بیامومي.

ویسټ ګیټ هغه مارکیټ دی چې د اسلامپالو اورپکو له خوا پرې برید وشو او څلور ورځې یې لسګونه کسان یرغمل کړي وو او له امنیتي ځواکونو سره جنګیدل.

په دغه څلورو ورځو کې تراوسه پورې د شپږو پوځیانو په ګډون د ۶۷ کسانو مړینه تاييد شوې ده.

په پلټونکو ډلو کې امریکايي، برتانیوي، جرمني او کاناډايي کارپوهان شامل دي.

د کینیا چارواکي وايي ښايي دغه لټه یوه اوونۍ وخت ونیسي.

اخوا په کینیا کې د سره صلیب کمیټې ویلي چې ۵۰ کسان اوس هم ورک دي.

د نورو جسدونو پسې لټه داسې مهال کېږي چې د وژل شویو پوځیانو او ملکي وګړو د مړینې له امله کینیا کې درې ورځنی ویر پیل شوی دی.

پر دولتي ودانیو ملي بیرغونه نیمه ځوړند دي او امنیتي کسان مشکوک کسان تلاشي کوي.

نور جسدونه

د کینیا د کورنیو چارو وزیر جوزیف اولي لینکو ویلي تمه نه لري چې د وژل شویو کسانو شمېر ډېر لوړ شي خو ګومان کوي چې د اورپکو جسدونه به وموندل شي.

نوموړي ویلي چې د پنځو تنو اورپکو جسدونه ترلاسه شوي او ښايي د ګڼو نورو هم ترلاسه شي ځکه چې په وینا یې درې پوړیزه ودانۍ پرې لوېدلې ده.

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې پر مارکیټ د برید په تړاو ۱۰ کسان نیول شوې خو په دې هکله یې څه ونه ویل چې ګواکې امریکایان یا برتانیویان هم د اورپکو په ډله کې شامل وو کنه.

د برید مسوولیت

په سومالیا کې د الشباب ډلې ویلي چې په نیروبي کې د ویسټ ګیټ پر مارکیټ برید دوی د کینیايي ځواکونو د هغو عملیاتو په ځواب کې وکړ چې په سومالیا کې یې کوي.

د سومالیا په سویل کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې څلور زره کینیايي ځواکونه د افریقايي اتحاديي د نورو ځواکونو سره یوځاي د سومالیا له حکومت سره د اورپکو په ځپلو کې مرسته کوي.

الشباب ډلې ویلي چې غړو یې په ویسټ ګیټ مارکیټ کې ۱۳۷ کسان یرغمل کړي وو او دغه ټول کسان وروسته له هغه ووژل شول چې امنیتي ځواکونو کیمیاوي وسله وکاروله.

خو دولتي چارواکو د کیمیاوي وسلې د کارولو خبره رد کړې او دا یې د الشباب ډلې پروپاګند بللی دی.

ورته مطالب