د برید ګر د کونډې اړوند د نړیوال پولیسو خبرداری

Image caption کینیا نړیوالو ته ویلي، چې سمانتها یوازې جعلي پاسپورټ درلودونکې جعل کاره نه ده، بلکې یو نړیوال خطر هم دی.

نړیوالو پولیسو " انټرپول" د کینیا پولیسو په غوښتنه، د برتانوۍ ښځې سمانتها لیوتهویهټ په باب خبرداری ورکړی.

۲۹ کلنه سمانتها له هغو څلورو ځانمرګو بریدګرو نه د یوه مېرمن ده، چې د ۲۰۰۵ کال په جولای کې یې لندن کې ځانمرګي بریدونه وکړل.

داسې هم ویل کېږي، چې د "سپین پوستې کوڼدې" په نوم مشهوره سمانتها د سومالیا له "الشباب" ډلې سره اړیکي لري.

انټرپول دغه خبرداری د کینیا له وسیټ ګېټ بریدونو سره په تړاو نه دی کړی، خو دغه خبرداری دغه برید کې د سمانتها له نوم اخیستل کېدو وروسته ورکړل شوی.

دغه برید کې ۶۷ کسان وژل شوي او مسوولیت یې الشباب پر غاړه اخیستی.

له څلورو ورځنیو عملیاتو وروسته پر "ویسټ ګېټ شاپنګ مال" نومي سوداګریز مرکز د سخت دریځو ولکه پای ته ورسېده.

د انټرپول په وینا کېنیا کې د چاودېدونکو موادو ساتلو او مجرمانه توطیې جوړولو په تور د سمانتها لټون کېږي.

پر نوموړې د جنایتکارانه توطیې تور د ۲۰۱۱ کال د یوې پېښې اړوند دی.

د انټرپول له "سره خبرداري" وروسته، غړي هېوادونه اړ دي، چې د سپارلو چارې تر سره کېدو تر مهاله هغه توقیف کړي.

پولیسو له دې مخکې یوازې د جنوبي افریقا د جعلي پاسپورټ ساتلو په تور د سمانتها لټون کاوه.

سمانتها د ۲۰۰۵ کال لندن برید له څلورو ځانمرګو بریدګرو نه د یوه، جرمین لنډسي کونډه ده.

هغه برید کې ۵۲ کسان وژل شوي وو او سلګونه نور ټپیان وو.

د بي بي سي خبریال وايي، د انټرپول سور خبرداری د هغو کسانو په باب چې لټون یې کېږي، د نړیوال اعلان حیثیت لري.

دې مسالې کې کینیا نړیوالو ته ویلي، چې سمانتها یوازې جعلي پاسپورټ درلودونکې جعل کاره نه ده، بلکې یوه نړیوال خطر ته هم ورته ده.

ورته مطالب