د هند ممبۍ کې د ودانۍ نړېدو ۶۰ کسان وژلي

Image caption د پېښې اصلي لامل د ودانۍ ناسم جوړښت بلل شوی.

د هند په لوېديځ ممبۍ ښار کې یوه څلور پوړیزه ودانۍ نړېدلې، چې له کبله یې لږترلږه ۶۰ کسان وژل شوي.

د خلکو د استوګنې په دې ودانۍ کې ګنې کورنۍ اوسېدې، چې اوس د ژغورنې ډلې ویلي، ۳۳ کسان یې د لوېدلې ودانۍ له کنډوالو رایستلي دي.

پېښه د تېرې جمعې پر ورځ وشوه.

ویل کېږي، چې د ودانۍ د نړېدو پروخت هلته د ۸۳ او ۹۸ ترمنځ خلک وو.

دغه ودانۍ د ممبۍ ښار په ختيځ کې پرته ده.

دا پېښه د ممبۍ طبیعي پېښو تر ټولو ډېره مرګونې ده.

د پېښې اصلي لامل د ودانۍ ناسم جوړښت بلل شوی.

د ژغورنې ډلې له کنډوالو د توکیو او خلکو لټون کوي او په ژغورنې یې بوخت دي.

د تېرې جمعې په ورځ له کنډوالو یوه پېغله هم رایستل شوې ده، چې نژدې ۱۲ ساعته تر خاورو لاندې وه.

یو بل ۵۰ کلن سړی هم د شنبې پر ورځ په ټپي حالت کې له کنډوالې رایستل شوی.

تر اوسه د ودانۍ د نړېدو دقیق لامل نه دی په ډاګه شوی.

د ښاروالۍ کارکوونکي

د پریټي پاوار په نامه یوه ژغورل شوي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې "زما د کورنۍ پنځه غړي تر خاورو لاندې وو. دوه یې وژغورل شول. زه له خدایه غواړم چې نور هم ژوندي وي".

د ژغورنې ډلې هلته ټیک شپږ ساعته خلک لټول.

په دغه ودانۍ کې تر ۲۰ ډېرې کورنۍ اوسېدې، چې د خبریالانو په وینا، د ښاروالۍ د کارکوونکو لپاره جوړه شوې وه.

چارواکو ویلي ښاروالۍ د روان کال په لومړیو کې د ودانۍ له اوسېدونکو غوښتي وو، چې له دې ودانۍ کډې بار کړي.

ممبۍ د ګردې اسیا په کچه د ملکیتونو او کرایې له اړخه د لوړ قیمت ځای ګڼل کېږي.

په تېر اپرېل او جون میاشتو کې هم ممبۍ کې د پنځو ودانیو د نړېدو له کبله تر ۱۰۰ ډېر کسان ووژل شول.

او د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ ، په دې ښار کې ۱۰۰ ودانۍ نړېدلې، چې ۵۳ کسان پکې وژل شوي او ۱۰۳ نور سخت ټپیان شوي وو.

Image caption چارواکو ویلي، چې تر ۹۰ پورې خلک په ودانۍ کې وو.
Image caption تر اوسه د ودانۍ د نړېدو اصلي لامل نه دی ښوول شوی.

ورته مطالب