د هند لومړى وزير: پاکستان د ترهګرۍ مرکز دى

منموهن سنګ
Image caption د هند لومړي وزير د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د وينا پرمهال ډانگ پېيلي داهم وويل چې د ټولې سيمې د ترهگرۍ مرکز په پاکستان کې دی.

د هند لومړي وزير منموهن سنګ له خپل پاکستاني سيال سره تر کتنې دمخه ويلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لانجو د هرډول هواري په موخه پاکستان بايد پرې نه ږدي چې خاوره يې د هند پر وړاندې د ترهګرو بريدونو د ترسره کولو لپاره وکارول شي.

د هند لومړي وزيرداهم وويل چې د هند او اسلام اباد د نژدې کېدو په موخه پاکستان بايد په خپله خاوره کې د ترهگرۍ ماشين فعاليت ودروي:

"هند د زړه له کومې ژمن دى چې د جامو او کشمير په گډون ټولې مسالې له پاکستان سره د دوه اړخيزو خبرو او د شمله هوکړې پر بنسټ هوارې کړي . خو په دې برخه کې د پرمختگ د رامنځ ته کېدو لپاره دا هم مهمه ده چې خاوره يې هند کې د ترهگرو فعاليتونو د ترسره کېدو په موخه ونه کارول شي. همدارنگه دا هم مهمه ده چې د ترهگرۍ هغه ماشين چې د پاکستان په خاوره کې تغذيه کېږي وتړل شي".

افغان مشران

دا يوازې هندي مشران نه دي چې له هغې ترهگرۍ څخه شکايت لري چې وايي د پاکستان له خاورې سرچينه اخلي.

افغان مشران هم تل د پړې گوته اسلام اباد ته نيسي او وايي پاکستاني چارواکي د افغانستان خاورې ته د ترهگرو د اوښتو په مخنيوي کې رېښتينې همکاري نه کوي.

د هند لومړي وزير د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د وينا پرمهال ډانگ پېيلي داهم وويل چې د ټولې سيمې د ترهگرۍ مرکز په پاکستان کې دى:

"هند د حکومت له لوري د ملاتړ کېدونکې ترهگرۍ او پولو نه اوښتتونکي راوښتونکي ترهگرۍ له کبله ځانگړې اندېښنه لري. همدارنگه شته وو فکټونو ته په کتوسره زموږ د سيمې د ترهگرۍ مرکز زموږ په گاونډ د پاکستان په هېواد کې دى".

د هند او پاکستان ترمنځ له هغه وروسته د دوه اړخيزو خبرو بهير ودرېد چې تېرې جنورۍ کې د کشمير د کڼترول په ليکه کې د يوه هندي سرتېري سر ترې غوڅ شو.

دغه اړيکې هغه مهال لا پسې ترينگلي شوي چې کله تېره مياشت پاکستاني عسکرو همدلته پنځه نور هندي عسکر ووژل.

Image caption د تېرې جمعې په ورځ ښاغلي شريف د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپله وينا کې وويل چې هند او پاکستان په گډه کولى شي پرمختگ وکړي.

که څه هم چې د هند د بي جي پي مخالف گوند له ښاغلي سنگ نه غوښتي چې د پاکستان له لومړي وزير سره خپله کتنه لغوه کړي.

خو له دې هرڅه سره سره اټکل کېږي چې ښاغلي سنگ نن نيويارک کې د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره وگوري.

دا به له هندي مشر سره له هغه راهيسې چې ښاغلي شريف تېر مې کې ټاکنې وگټلې او ددريم ځل لپاره يې د پاکستان د لومړي وزير په توگه کار پيل کړ، لومړۍ کتنه وي.

خبريالان وايي ښاغلى شريف غواړي چې د خپل هېواد د اقتصادي رغېدا لپاره له هند سره دوه اړخيزې سوداگرۍ ته پراختيا ورکړي.

د تېرې جمعې په ورځ ښاغلي شريف د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپله وينا کې وويل چې هند او پاکستان په گډه کولى شي پرمختگ وکړي.

ورته مطالب