جان کېري: د ايران د اتومي موضوع ژر حل شونی دی

ظريف
Image caption ښاغلي ظريف ویلي ايران چمتو دی د خپلو اتومي تاسيساتو دروازې د څارونکو پر مخ پرانېزي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري وايي د ايران د اتومي موضوع پر سر يوې موافقې ته رسېدل چې ولسمشر حسن روحاني يې له دريو تر شپږو مياشتو کې دننه غوښتنه کړې، شونې ده.

خو ښاغلي کېري ويلي بنديزونه به تر هغه لغوه نه شي، چې ايران د خپلو اتومي تاسيساتو دروازې د څارونکو پر مخ پرانستې نه وي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په وينا د دپلوماتيکو هڅو له امله کېدای شي 'آن له دغې مودې چې له درې تر شپږو مياشتو ياده شوې ژر يوې موافقې ته ورسېږو او دا په دې پوره تړلې چې ايران تر کومه بريده په خپلو کړنو کې صادق او شفاف دی'.

جان کېري چې د سي بي اس تلويزيوني شبکې په '۶۰دقيقه' خپرونه کې خبرې کولې وويل: "که د ايران اتومي پروګرام سوله ييز وي، موږ به ټول ورته متوجه شو، ټولنه نړۍ به ورته متوجه وي او د ايران او امريکا اړيکو کې به د پام وړ ښه والی راشي او دا بدلون کېدای شي، ډېر ژر راشي".

ښاغلی کېري دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې دوه ورځې وړاندې د امريکا او ايران ولسمشرانو بارک اوباما او حسن روحاني په ټليفون خبرې وکړې.

دا په تېرو دریو لسيزو کې د دواړو هېوادونو تر ټولو د لوړې کچې سياسي اړيکې دي او دې هيلې راټوکولي چې د ايران اتومي مسله به هواره شي.

د ښاغلي کېري په وينا، د اتومي موضوع د حل په موخه ايران بايد په سملاسي ډول د خپلو اتومي تاسيساتو دروازې د نړيوال اتومي اژانس د څارونکو پر مخ پرانيزي.

ايران تل ټينګار کړی چې اتومي پروګرام يې د برېښنا د تولید او طبابت لپاره ده او بیا بيا يې اعلان کړی چې د اتومي وسلو د جوړولو نيت نه لري.

خو امريکا او لويديځ ملاتړي يې له ايران نه غواړي چې يورانيم په کمه درجه پاخه کړي، او پاخه شوي يورانيم د اتومي بم د جوړولو لپاره مناسب نه وي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير وويل: "ايران بايد چټک او شفاف ګامونه پورته کړي چې د خپل اتومي پروګرام په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته ځواب ووايي. خبرې نه شي کولای د عمل ځای ونيسي. داسې اقداماتو ته اړتيا ده، چې موږ، زموږ متحدين او په سيمه کې زموږ دوستانو ته دا ثابته شي، چې اړتيا نه شته د ايران د اتومي پروګرام په اړه اندېښمن واوسو".

پر همدې مهال د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د اې بي سي له تلويزيوني شبکې سره خبرو کې وويل، له اتومي انرژۍ د ايران د ګتې اخيستو د حق په اړه خبرې نه شي کېدای او ايران هېڅکله داسې يورانيم نه دي غني کړي چې په اتومي وسلو کې وکارول شي.

ښاغلي ظريف وويل ايران چمتو دی د خپلو اتومي تاسيساتو دروازې د څارونکو پر مخ پرانېزي، چې ثابته کړي د هستوي وسلو په لټه کې نه دي، خو امريکا بايد د ايران پر وړاندې لګېدلي بنديزونه لرې کړي.

ورته مطالب