هند او پاکستان د اړيکو ښه کولو په هڅه کې دي

سنګهـ، شريف
Image caption دواړو مشرانو د يو بل هېوادونو ته د ورتلو بلنه منلې، خو نېټه يې نه ده کره کړې.

په نيويارک کې د هند او پاکستان لومړيو وزیرانو موافقه کړې چې د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره بايد په کشمير کې د کنټرول پر کرښه بريدونه ودرول شي.

د هند د ملي امنيت سلاکار شو شنکر مېنن ويلي، په دغه ليدنه کې پرېکړه وشوه چې په دې اړه بايد د دواړو هېوادونو امنيتي چارواکي يو له بل سره لا زيات بحث وکړي.

د دواړو مشرانو په ليدنه کې دا هم وویل شول چې بايد د کنټرول پر ليکه پر يو بل ډزې هم بندې شي.

د هند د لومړی وزير منموهن سنګهـ او د هغه د پاکستاني سيال نواز شريف ترمنځ دغې ليدنې د نيويارک په يوه هوټل کې د يوه ساعت لپاره دوام درلود.

د مشرانو له ليدنې وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير جليل عباس جيلاني او د هند د ملي امنيت سلاکار شيو شنکر مینن د دواړو لورو ترمنځ اړيکې او خبرې مثبتې او اغېزمنې وبللې.

د پاکستان حکومتي راډيو د ښاغلي عباس له قوله ويلي چې په راتلونکې کې د خبرو د بيا پيل لپاره کومه مشخصه نېټه، نه ده ټاکل شوې.

شيو شنکر مینن رسنيو ته په خبري کنفرانس کې وويل، چې دواړو لورو ګټورې خبرې وکړې او دواړو خواړو د خپلو پخوانيو ستونزو د هوارولو هېله وښوده.

ښاغلی مینن وايي، نواز شريف د سياچن او سرکريک موضوع راپورته کړه او له دې پرته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزې راکړې ورکړې او اقتصادي اړيکو د ښه والي په اړه خبرې وشوې.

دواړو لومړيو وزيرانو د يو بل هېواد ته د ورتلو بلنې هم ومنلې، خو په دې اړه يې کره نېټه ور نه کړه.

د بي بي سي د خبريال برجیش اپادهيایی په وينا په دغه کتنه کې هند د ممبيي بريدګرو ته د سزا نه ورکولو موضوع هم راپورته کړه، چې په ځواب کې يې نواز شريف وويل په دې اړه به کوټلي ګامونه پورته کړي.

له هغه راهيسې چې د پاکستان لومړي وزير نواز شريف په مې مياشت کې صدارت ترلاسه کړی، دا د دواړو مشرانو ترمنځ لومړنۍ مخامخ ليدنه وه.

د اسلام اباد او ډيلي ترمنځ په وروستيو کې ښې شوې دوه اړخيزې اړيکې د کنټرول پر کرښه د وروستيو نښتو له امله زيانمنې شوې دي.

ورته مطالب