سنوډن د ساخاروف جایزې ته نومول شوی

ملاله یوسفزۍ او اډوارډ سنوډن
Image caption د ساخاروف دغې جایزې ته ملاله یوسفزۍ هم نومول شوې ده.

د امریکا د استخباراتو یو مخکنی تښتېدلی مامور اډوارډ سنوډن د اروپا د بشري حقونو تر ټولو ډېرې معتبرې جایزې (ساخاروف) ته نومول شوی دی.

دغې جایزې ته ډېر لږ کسان نومول کېږي.

دې جایزې ته د سنوډن د کاندیدېدو د ملاتړ لپاره د اروپايي پارلمان ځینو سیاستوالو او غړو هم مرسته کړې ده.

دې جایزې ته د نومول شویو په لنډ لست کې د خیبر پښتونخوا ملاله یوسفزۍ هم نومول شوې ده، چې طالبانو په ډزو سخته ټپي کړې وه او بیا برتانیا کې ورغول شوه.

د اروپايي پارلمان له لوري دې جایزې ته د مخکنیو نومول شوی او بریالي شویو په لست کې د سوېلي افریقا مخکنی ولسمشر نېلسن منډېلا او د برما مخکنۍ مشره انګ سان سوچي هم راځي.

د اروپا پارلمان وايي، سنوډن یې ځکه دې جایزې ته نومولی، چې د اروپايي وګړو او د بشري حقونو په برخه کې یې د امریکا پټ استخباراتي معلومات یې افشا کړلي دي.

سنوډن، چې روسیه کې یې سیاسي پناه غوښتې ده، له اروپايي سیاستوالو مننه کړې ده، چې ګني ده ته یې ډېر پام اړولی.

د سنوډن دغه پیغام اروپايي پارلمان کې ولوستل شو.

د ساخاروف کلنۍ جایزه د پخواني شوروي اتحاد د یوه پخواني پوه او همغږي کوونکي اندري ساخاروف د یاد لپاره اعلانېږي.

د سږنۍ جایزې ګټونکی به د روان اکتوبر پر ۱۰ اعلان شي.

ورته مطالب