امريکا: د بوديجې پر سر سياسي کړکېچ ادامه لري

امريکا
Image caption تر ۷۰۰زرو زيات مامورينو ته پرته له معاش ورکولو رخصتي ورکړای شوې

په امريکا کې د بوديجې پر سر د ناندريو له امله د لومړۍ ورځې په تېرېدو لا هم د دغه هېواد فدرالي ادارې تړلې دي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما ټينګار کړی چې جمهوري غوښتونکو ته به اجازه ورنه کړي، چې د ټوليزې روغتيا په برخه کې د هغه له لوري پېشنهاد شوی پروګرام د بوديجې د تصويب قرباني شي.

وروسته له هغه چې د امريکا د ملي شورا دواړو جرګو ونه شو کړای د بوديجې پر سر یوې موافقې ته ورسېږي، د اکتوبر له لومړۍ نېټې د امريکا د دولت ځينې برخې تړل شوې دي.

په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي استازي د روغتيا د بيمې د قانون لغوه کېدل غواړي، چې ولسمشر اوباما يې پلې کېدل غواړي.

تر ۷۰۰زرو زيات مامورينو ته پرته له معاش ورکولو رخصتي ورکړای شوې او ډېری حکومتي ادارې له کارکوونکو تشې دي.

لومړۍ ورځ

د امریکا فدرالي ادارې وروسته تر هغه وتړل شوې، چې کانګرېس د راتلونکي کال لپاره د بودیجې تصویبول رد کړل. سپینې ماڼۍ ویلي، اوباما د کانګرېس دا کار پخپله دنده کې ناغیړي بللې ده.

سپینې ماڼۍ د فدرالي حکومت ادارو تړلو ته وروسته تر هغه امر وکړ، چې د راتلونکي کال لپاره ټاکل شوې بودیجه د جمهوریت غوښتونکو په مشرۍ د کانګرېس د کمېټې له خوا رد شوه.

د سې شنبې پر ګهیځ (اکتوبر ۱/میزان، تلې ۹) ولسمشر بارک اوباما د هېواد له تلوېزیونونو او رادیو ګانو پخپله وینا کې وویل، چې کانګرېس کې د فدرالي کومت د بودیجې د لایحې د ردېدو له کبله دولتي ادارې باید خپل کار ودروي.

نوموړي کانګرېس د بودیجې د لایحې نه تصویبولو په چاره کې په ناغېړۍ تورن کړ.

وړاندې د امریکا د ولسمشر دفتر د فدرالي حکومت ادارو ته اعلان کړی و، چې د بودیجې د کمښت له کبله خپلو چارو ته ادامه نه شي ورکولی او باید "رخصتي" اعلان کړي.

Image caption دا په تېرو ۱۷ کلونو کې د امریکا د فدرالي ادارو د بندېدو لومړی امر دی

د سپینې ماڼۍ له دې اعلان سره نژدې ۷۰۰ زره حکومتي کارکوونکي بې معاشه رخصت شول، او دا ضمانت هم نه لري، چې معاش به یې ورکول کېږي او که نه.

جمهوریت غوښتونکو وکیلانو د اوباما د روغتیايي اصلاحاتو پر هغو ځنډېدو ټینګار کړی، چې د بودیجې د تصویب لپاره یې یو شرط اېښی و.

ملکي خدمتونه

په تېره نیمه شپه کې، د کانګرېس ځینو هغو غړو، چې جمهوریت غوښتونکي پکې واکمن ښکارېدل، د بودیجې د تصویب پر سر غونډه وکړه، خو دیموکراتانو ویل چې اوس له ورخه اوبه تېرې شوې دي.

اوباما په داسې حال کې د فدرالي ادارو د رخصتولو امر کړی، چې کانګرېس یې پخپله دنده کې په پاتې راتلو تورن کړ.

دا په تېرو ۱۷ کلونو کې د امریکا د فدرالي ادارو د بندېدو لومړی امر دی.

اټکل دی، چې د واشنګټن ځینې موزیمونه، پارکونه، د معاشونو بانکي چکونه، د مخکنیو جنګیالیو معاشونه او ان د سفر ټیکټونو لړۍ هم ودرول شي.

خو نور خدمتونه لکه د هوايي مانورو په څېر خدمتونه به دوام ومومي.

بل خوا، د امریکا دفاع وزارت خپلو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، چې پوځي خدمت کوونکي باید "خپلو دندو ته دوام ورکړي" خو د ملکي برخې زیاترو کارکوونکو ته یې د خپلو چارو د درولو امر کړی.

ورته مطالب