ایټالیا کې د بیړۍ ډوبېدو لسګونه کسان وژلي دي

Image caption ډېر ځله ایټالیا ته په تلوونکو بیړیو کې د سپرو کسانو شمېر د بیړیو له وړتیا ډېر وي او همدا د بیړو د ډوبېدو ستر لامل ګڼل کېږي.

د ایټالیا په سویل کې چارواکي وايي د هغې بیړۍ د ډبېدو له امله چې افریقايي کډوال یې لېږدول لږ ترلږه ۹۰ کسان وژل شوي دي.

د چارواکو وینا ده چې ۱۶۳ کسان ژغورل شوي خو په سلګونو اوس هم ورک دي.

وروسته له هغه چې د بیړۍ مساپر پوه شول چې بيړۍ د ډوبېدو په حال کې ده ګڼو کسانو ځانونه اوبو ته واچول.

رپوټونه وايي د بیړۍ له ډوبېدو نه مخکې په بیړۍ کې اور لګېدلی و.

ګومان کېږي چې د پیښې پرمهال په بیړۍ کې شاخوا ۵۰۰ کسان سپاره وو.

سیمه ییزو رسنیو ویلي چې لږ ترلږه یو ماشومان او یوه میندواره ښځه هم د وژل شویو کسانو په ډله کې شامل دي.

د ایټالیا د ترانسپورت وزیر ویلي چې د بیړۍ د ډوبیدو دا اوسنۍ غمیزه د ټولو انسانانو لپاره دردونکې ده.

د بي بي سي خبریال الن جانسټن وايي د کال په دې موده کې چې د مدیترانې اوبه آرامه وي تقریباً هره ورځ په بیړیو کې افریقايي او له مینځني ختیځ نه کډوال د ایټالیا سویلي سواحلو ته راځي.

خو ډېر ځله د بیړیو له وړتیاوو څخه ډېر کسان په کې سپاره وي چې له امله یې بیړۍ په سمندر کې د سفر کولو جوګه نه وي.

په روم کې د ملګرو ملتونو یوه ویاند لورین جولیس وویل د روان کال له پیل راهیسې ۳۰ زره کسان ایټالیا ته په بیړیو کې راغلي دي.

هغه وویل په دې خطرناکې لارې د کډوالو د راتګ د مخینوي لپاره باید ډېر څه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا څو ورځې مخکې هم د کډوالو د یوې بیړۍ د ډوبېدو په پیښه کې چې د ایټالیا سیسیلي ښار ته روانه وه ۱۳ کډوال مړه شول.

په تېرو کلونو کې هم ګڼ کډوال چې غوښتل یې د بیړیو له لارې ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي د بیړو د ډوبېدو په پیښو کې وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې ۵۰۰ کسان اروپايي هېوادونو ته د تللو پرمهال د بیړو د ډبیدو له امله مړه او ورک شوي دي.

ورته مطالب