د امريکا له کانګرس بهر ډزو کې ښځه وژل شوې

واشنګټن
Image caption پوليسو د وژل شوې ښځې په اړه ډېر جزييات نه دي خپاره کړي، او دا يې هم نه دي ويلي چې آيا هغې وسلې لرلې، که نه

د امريکا په پلازمېنه واشنګټن کې پوليسو له تعقيب وروسته يوه ښځه وژلې او په دغه پېښه کې دوه پوليس ټپيان شوې دي.

پوليس چارواکي وايي دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ د امريکا د کانګرس له ودانۍ بهر وشوه او په خبره يې دا د ترهګرۍ کومه پېښه نه وه.

د پوليسو په خبره دغه پېښه مهال پيل شوه چې، يوې ښځې د امريکا د ولسمشرۍ دفتر، سپينې ماڼۍ له دروازې سره نژدې له امنيتي دروازې سره خپل موټر ټکر کړ او بيا د کانګرس د ودانۍ په لوري رهي شوه.

راپورونه وايي پوليسو دغه مشکوک موټر د مشرانو جرګې تر ودانۍ څاره او هلته د امريکا د امنيتي ځواکونو له يوه بل موټر سره وجنګېد، او ودرېد.

د واشنګنټن د امنيتي چارواکو يو مشر کيتهي لينير وايي چې د امريکا د کانګرس پوليسو د ښځې پر موټر دوه ځله ډزې وکړې.

د ده په خبره "په دغه وخت کې مرمۍ پر مشکوکې ښځې ولګېده او هغه ووژل شوه".

"دغه پېښه هغه مهال پيل شوه، چې يوې ښځې خپل موټر د سپينې ماڼۍ له يوې امنيتي دروازې سره ټکر کړ، او بيا د کانګرس د ودانۍ په لوري وخوځېده".

د واشنګټن پوليس وايي د دغې ښځې له موټره يو کلن ماشوم ويستل شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

پوليسو د وژل شوې ښځې په اړه ډېر جزييات نه دي خپاره کړي، او دا يې هم نه دي ويلي چې آيا هغې وسلې لرلې، که نه.

د امريکا د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خبره د ډزو پر مهال ځينې سناتوران له ودانۍ بهر ولاړ وو.

سناتور باب کيسي نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي"ما د دريو ډزو غږونه واورېدل او بيا موږ ته وويل شول چې ځانونه پر ځمکه وغورځوو".

تر دې وړاندې پوليسو د مشرانو جرګې ودانۍ شاوخوا امنيت نيولی و او په ودانۍ کې يې سناتورانو، خبريالانو او کارکوونکو ته ويلي، چې له ودانۍ بهر راونه وځي.

دغه ودانۍ د نيم ساعت لپاره په بشپړ ډول بنده وه. چارواکي وايي د پېښې په اړه ولسمشر اوباما ته هم معلومات ورکړای شوي.

ورته مطالب