٪۵۶ انټرنېټ کاروونکو نېټ کې خپل ځان لټولی

Image caption ځینې کارپوهان ددې څېړنې پر ریښتینولۍ شکمن دي.

د Pew Research Center څېړنیز مرکز له لوري یوې تازه څېړنې ښوولې، چې د انټرنېټ نژدې ۵۶ سلنې کاروونکو په نړیوال جال انټرنېټ د خپل ځان لټون ته مخه کړې ده.

دا شمېره په ۲۰۰۱ کال کې ایله ۲۲ سلنه وه.

دا څېړنه په تېر اپریل او مې میاشتو کې شوې ده. چې د دغه مرکز مشرې ماري ماډن په وینا، ګوګل کې هغو کسانو خپل نومونه ورکړي، چې په یو ډول نه یو ډول پر خپل ځان ویاړي.

خو ځینې کارپوهان وايي، چې شاید دا څېړنه واقعیت ونه لري.

دغه څېړنه پرداسې وخت خپره شوې ده، چې منځني ختيځ کې د فېسبوک وېبپاڼې مشر ویلي، چې منځني ختيځ او شمالي افریقا کې د فېسبوک کاروونکو شمېر ۵۶ میلیون ته رسېدلی، چې هره ورځ له دې شمېرې ۲۸ یې فېسبوک په منظم ډول کاروي.

په دوبۍ کې د منځني ختیځ فېسبوک کاروونکو لپاره د فېسبوک مشر جنتن لابین ویلي، تر ډېره دغه کاروونکوي د تیلېفون له لارې فېسبوک ګوري.

لابین زیاتوي، منځني ختيځ او شمالي افریقا کې کې ۳۳ میلیون فېسبوک کاروونکي منظم فېسبوک کاروي، چې له دې ټولګې ۱۵ میلیون یې هره ورځ په منظم ډول کاروي.

فېسبوک په نورو هېوادونو کې د دغې وېبپاڼې د کاروونکو شمېر نه دی په ډاګه کړی.

د یوې بلې شمېرې له مخې، په خلیجي هېوادونو کې د ګرځنده تیلېفونو د وېش او خرڅلاو لړۍ ډېره مخته تللې ده.

ویل کېږي، چې په منځني ختيځ کې هر وګړی یو ګرځنده تیلېفون لري.

د ګرځنده تیلېفون په عامېدو سره، د فېسبوک صفر سلنې ګټې کچه په تېر ۲۰۱۲ کال او د روان ۲۰۱۳ په دویمه نیمايي کې تر ۴۱ سلنې پورې لوړه شوې ده.

ورته مطالب