لېبیا کې ۱۵ پوځيان وژل شوي

Image caption سږ کال لیبیا کې یوځل بیا د نښتو او تاوتریخوالو کچه لوړه شوې ده، په تېره بیا په ختيځ بنغازي ښار کې ډېر لاریونونه کېږي.

لیبیا کې پر حکومتي ځواکونو برید شوی، چې له کبله یې لږترلږه ۱۵ پوځيان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د لیبیا خبري اژانس وايي، وسله والو د لیبیا ترهونه او بني ولید ښارونو ترمنځ پر لار حکومتي ځواکونو ته کمین نیولی و.

برید په هغه سیمه کې شوی، چې پوځ پرې ډېر تمرکز کړی و.

بني ولید د لیبیا د مخکني ولسمشر معمرالقذافي د ملاتړو تر ټولو ډېره ټینګه سیمه وه.

په دغه سیمه کې په ۲۰۱۱ کال مخکې له دې چې قذافي ووژل شي، د قذافي ځواکونو او پلوي خلکو سخته دفاع او مبارزه وکړه.

له تېرو څو میاشتو راهیسې لیبیا کې پر پوځي چارواکو، فعالینو، قاضیانو او امنیتي چارواکو د وسله والو بریدونه ډېر شوي دي.

د لیبیا حکومت د دا ډول بریدونو د تور ګوته هغه وسله والو ملېشو ته نیسي، چې په اصل کې د قذافي ضد وې.

چارواکو ویلي، چې د غره له لمنې وسله والو پر پوځيانو ډزې کړې دي او د دوی موټر یې سېځلي.

د لېبیا پر زیاترو سیمو د مرکزي حکومت د واکمنۍ له نشتوالي په ګټې اخیستو هلته د وسله والو ملېشو فعالیتونه ډېر شوي دي.

سږ کال لیبیا کې یوځل بیا د نښتو او تاوتریخوالو کچه لوړه شوې ده، په تېره بیا په ختيځ بنغازي ښار کې ډېر لاریونونه کېږي.

د روان کال لومړیو کې وسله والو ځینې وزارتونه کلابند کړل او د هغو چارواکو د شړلو غوښتنه یې کوله، چې د قذافي د واکمنۍ پرمهال یې حکومتي دندې لرلې.

ورته مطالب