خامنه يي: ډيپلوماټيکې هڅې سمې خو ځينې نامناسبې وې

Image caption د ښاغلي خامنه يي پر وېب پاڼې راغلي د امريکايانو په تړاو د ايران بدبيني پر خپل ځاى ده او پر دغه هېواد باور نه کوي.

د ايران ستر مذهبي مشر آيت الله علي خامنه يي ويلي د ايران د وروستيو ډيپلوماتيکو هڅو ملاتړ کوي، خو وايي ځينې هغه پېښې چې تېره اوونۍ د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې د گډون لپاره د ولمسشر روحاني د سفر پر مهال رامنځته شوې مناسبې نه وې.

د ښاغلي خامنه يي پر وېب پاڼې د نوموړي له خوله راغلي چې د امريکايانو په تړاو د ايران بدبيني پر خپل ځاى ده او پر دغه هېواد باور نه کوي.

د لوېديځ او ايران په اړيکو کې د رېښتوني تودښت هيلې له کلونو وروسته تېره اوونۍ هغه مهال ټرټولو لوړې کچې ته ورسېدې چې د ايران نوى او ډېر منځلارى ولسمشر حسن روحاني د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبله کې گډون وکړ.

خوشبيني هغه مهال زياته شوه چې نوموړي د امريکا له ولسمشر بارک اوباما سره پر ټېليفون خبرې وکړې.

دا له ١٩٧٩ م کاله وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړنى تر ټولو د لوړې کچې تماس و.

د ايران ستر مذهبي مشر په پټه خوله امريکايانو ته د ښاغلي روحاني د لاس غځونې ملاتړ کاوۀ.

د ايران ستر مذهبي مشر يواځنى کس نه وو چې دغه راز دريځ يې خپل کړى و.

خو اوس ښاغلى خامنه يي چې د واک اصلي واگي يې په لاس کې دي، په دې تړاويې خپله خوشبيني کمه ښوولې.

آيت الله خامنه يي دا نه دي ويلي چې تېره اوونۍ د اړيکو ښه کولولپاره په پورته شويو گامونو کې په ځانگړې توگه څه نامناسب و.

د ايران مذهبي مشر يوځل بيا د امريکا په تړاو خپلو تندو شعارونو ته ستون شو او هغه يې نا معقوله او د نه باور وړوبلله.

Image caption ښاغلي روحاني اوباما ته ویلي سیاسي هوډ کولی شي په چټکۍ د ایران اتومي پروګرام پر سر اختلافات له منځه یوسي.

تېره اوونۍ د ايران د ولسمشر او د هغه د امريکايي سيال ترمنځ ټېليفوني خبرو پنځلس دقيقې دوام وکړ چې ولسمشر اوباما بې سارې خبرې وبللې .

د امریکايي چارواکو په وینا، په دغو ۱۵ دقیقه ییزو تیلېفوني خبرو کې ولسمشر اوبام له حسن روحاني سره دې پرېکړې ته رسېدلی، چې دواړه هېوادونه د ایران د اتومي پروګرام د پای ته رسولو پر سر یوې هر اړخیزې موافقې ته رسېدلی شي.

ښاغلي اوباما وویل، له ایران سره موافقې ته د رسېدو لار ستونزمنه ده، خو په ایران کې د نوي حکومت په راتګ سره د خبرو د مخته بېولو ډېره استثنايي زمینه برابره شوې ده.

یوۀ امریکايي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي، چې دا خبرې له نیویارکه د ښاغلي روحاني تر وتلو وروسته د هغه په غوښتنه شوې وې.

خو ښاغلي روحاني پر خپله ټولنیزه وېبپاڼه ټویټرله اوباما سره د دغو خبرو ځینې برخې ټویټ کړې.

د ښاغلي روحاني لیکنو کې راغلي و چې اوباما ته یې ویلي سیاسي هوډ کولی شي په چټکۍ سره د ایران د اتومي پروګرام پر سر رامنځ ته شوي اختلافات له منځه یوسي.

که څه هم د ځینو امریکايي چارواکو په حواله، د دغو خبرو ډېره برخه د ایران د اتومي پروګرام پر سر موضوع ته ځانګړې شوې وه، خو ښاغلي اوباما ایران کې د امریکايي بندیانو د وضعیت په اړه هم اندېښنه ښوولې ده.

ورته مطالب