عراق کې بمي بريد ۵۱ کسه وژلي ۱۰۰ يې ټپيان کړي

Image caption د ملګرو ملتو د راپور له مخې سږکاله په عراق کې تراوسه له ۵۰۰۰ زيات کسان وژل شوي

په عراق کې پر شيعه زيارت کوونکو د بمي بريدونو په پايله کې لږترلږه ۶۰کسه وژل شوي او له ۱۰۰ زيات نور ټپيان دي.

تر اوسه د دغو بريدونو مسووليت کومې ډلې نه دی منلی.

دغه چاودنه د شنبې ورځې ناوخته هغه مهال پېښه شوه، چې زيارت کوونکي د يوه زيارت پر لوري روان وو.

په بلاد کې پر هغه سماوات ځانمرګی بريد شوی، چې شيعه ګان په کې و.

بل خوا په موصول کې وسله والو کسانو دوه خبريالان په ډزو وژلي دي.

په موصل کې وژل شويو دوو خبريالانو د يوه ځايي تلويزيوني چينل الشرقيه لپاره تصويرونه اخيستل.

په عراق کې خبريالان وايي، چې په عراق کې واکمن شيعه حکومت پر حکومت د رسنيو له لوري له نيوکو راضي نه دی.

په وروستيو کې په عراق کې فرقه يي شخړې زياتې شوې دي.

د شنبې په ورځ د شويو دغو بريدونو مسووليت تراوسه چا نه دی منلی، خو د تاوتريخوالي د وروستيو پېښو په تور په القاعده پورې تړلې سني ډلې پړې، بلل شوي دي.

پر همدغه ورځ په بغداد کې د يوې بلې چاودنې په پایله کې لږترلږه دوه کسه وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

په يوه ځای دوه ځانمرګي

چارواکي وايي په هغه سماوات چې د شنبې په ورځ ځانمرګی بريد وشو، په اګست مياشت کې هم پرې ځانمرګی بريد شوی و.

په بلاد کې شيعه وګړي اکثريت دي، خو شاوخوا اوسېدونکي يې سنيان دي.

پر دغه سماوات د شنبې په ورځ په شوي بريد کې ۲۰ کسه ټپيان شوي دي.

د تاوتريخوالي په يوه بله پېښه کې د بغداد په مقداديه کې د سړک د غاړې یوه بم د چاودنې له امله يو کس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

پر همدې مهال د عراق د دفاع وزارت وايي چې امنيتي ځواکونو بايجي او نينوا کې له تندلارو سره د جګړې پر مهال پنځه وسله والو وژلي دي.

کتونکي وايي په عراق کې په وروستيو ورځو کې فرقه ييزې شخړې ډېرې شوي او اندېښنه يې ښوولې، چې د ۲۰۰۸ کال په څېر وينې ونه بهېږي.

د ملګرو ملتو د اټکل له مخې سږکاله په عراق کې تراوسه له پنځو زرو زيات کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب