کياني: "زما دوره ختمه شوه اوس د نورو وار دی"

Image caption "زما د دندې موده د ۲۰۱۳ کال په نومبر مياشت کې پای ته رسېږي او په دغه ورځ به زه دنده پرېږدم.

د پاکستان لوی درستيز جنرال اشفاق پروېز کياني هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې هيله لري دنده يې نوره هم وغځول شي.

د پاکستان د پوځ د اړيکو د څانګې له لوري په يوه خپره شوې ويناپاڼه کې ويل شوي، جنرال کياني ويلي راتلونکې مياشت يې دنده پای ته رسېږي او متقاعد کېږي.

"زما د دندې موده د ۲۰۱۳ کال په نومبر مياشت کې پای ته رسېږي او په دغه ورځ به زه دنده پرېږدم".

ښاغلي کياني ويلي چې د ده د اوسنيو مسووليتونو او راتلونکو پلانونو په اړه په رسنيو کې بحثونه کېږي او هر ډول اوازې خپرېږي، نو له همدې امله يې دغه اعلان کړی.

دی وايي: "د شپږو کلونو لپاره د پاکستان د ځمکنيو قواوو د مشرۍ فرصت راکړل شو او اوس د نورو نوبت دی، چې دغه ماموريت پر مخ بوځي او پاکستان په حقيقي ډول د جمهوريت، سوکالۍ او امن پر لور وخوځوي".

ده په خپرپاڼه کې ویلي، له سياسي مشرتابه او ولس نه منندوی دی، چې پر ده يې په تېرو شپږو کلونو کې باور کړی دی.

په وروستيو کې ځينې داسې راپورونه خپارل شول، چې ګواکې جنرال کیاني د خپلې دندې غځولو او يا د کومې بلې حکومتي دندې د ترلاسه کولو په تکل کې دی.

۶ کاله د پوځ مشر

جنرال اشفاق پرويز کياني په ۲۰۰۷ کال کې پوځي ولسمشر جنرال پرويز مشرف پر خپل ځای د ځمکنيو ځواکونو مشر وټاکه.

په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان د هغه وخت لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني د ده د کار موده د درېو نورو کلونو لپاره وغځوله.

ښاغلی کیاني د پوځ لومړنی لوی درستيز دی، چې د ماموريت موده يې يو ملکي حکومت غځوي.

د امريکا په وال سټريټ ژورنال کې د پوځي چارواکو له قوله ويل شوي، چې ښاغلی کياني غواړي د ګډو ځواکونو کمېټه باصلاحيته کړي او مشري يې دی وکړي.

د ژورنال د راپور له مخې، که داسې وشي نو ښاغلی کياني به په پوځ کې د مقرريو او برطرفه کولو کنټرول په خپل لاس کې واخلي او د پوځ کړه وړه به څاري.

په پاکستان کې د پوځ مشر د دندې غځولو خبره نوې نه ده، او له ښاغلي کياني وړاندې د پوځ د پنځو مشرانو دندې غځول شوې دي.

ورته مطالب