امريکا د سوريې د همکارۍ له امله مننه کړې

Image caption سوريې څو ورځې وړاندې د کېمياوي وسلو د له منځه وړلو په تړاو د ملګرو ملتو پريکړه ليک ومانه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وايي، د سوریې حکومت له دې کبله د امتیاز وړ دی، چې د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه لیک ته یې په چټکۍ غاړه کېښوده، چې د دغه هېواد د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو غوښتنه یې کوله.

ښاغلي کېري وويل هیله لرو چې سوريه همداسې پر خپلو ژمنو ودرېږي، ځکه په خبره يې دا يو ښه پیل دی او موږ یې هرکلی کوو.

ښاغلي کېري د کار چټکتيا بېسارې وبلله، ويې ويل: "داچې تېره ورځ، يکشنبه ياني د ملګرو ملتو د پريکړه له تصويب يوه اوونۍ وروسته د کېمياوي وسلو يوه اندازه ويجاړه شوه، ډېر زيات مهم دي".

ده وويل: "بايد په صادقانه ډول ووايم چې دا د بشار الاسد د رژيم لپاره يو اعتبار دی. د کار پيل ډېر ښه و او موږ له يوه ښه پيل نه هرکلی کوو".

دغه پرېکړه ليک وروسته صادر شو، چې له مخالفينو سره د سوري حکومت د جګړې پر مهال کېمياوي وسلې وکارول شوې او دې د نړیوالې ټولنې سخت اعتراض راوپاراوه.

ښاغلي جان کېري وويل: "زه فکر کوم، دا ډېره مهمه خبره ده، چې پرون د یکشنبې پر ورځ د پرېکړه لیک پر وړاندې کېدو یوه اوونۍ لا نه وه تېره چې ځینې کیمیاوي وسلې وار له مخه له منځه یوړل شوې".

ښاغلی کېري وايي: "زه فکر کوم چې دا د اسد د رژیم لپاره هم یو امتیاز دی، چې د خپل مسولیت له مخې یې دې ته ژر غاړه کېښوده".

نوموړي په اندونیزیا کې د اسیا د ارام سمندر هېوادونو په اقتصادي غونډه کې د خپل روسي سیال سرګي لاوروف په څنګ کې د خبرو پر مهال وویل، دغه دواړه هېوادونه پر اوسني پرمختګ خوښ دي او دا یې یو ښه پیل وباله.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير وويل: "موږ له روسيې د همکارۍ له امله او له سوريې د ملګرو ملتو د پرېکړه ليک د منلو له امله، مننه کوو".

د ملګرو ملتونو د څارونکو د راپور پر بنسټ، دمشق ته څېرمه د سارين له ګازه استفاده شوې او د سلګونه کسانو د وژل کېدو لامل شوی دی.

وړاندې تر دې هم د کېمياوي وسلو د کارولو په تړاو راپور ورکړل شوی او حکومت او مخالفين دواړه يې په کارولو تورن شوي و.

دواړو غاړو د کېمياوي وسلو کارول رد کړې دي.

ورته مطالب