د ۹۰۵ ښځینه بکسونو غلا کوونکې ریکارډ جوړ کړ

جین رانډ
Image caption جین رانډ د ۲۰۰۹ له دسمبره د ۲۰۱۲ تر دسمبر پورې ۹۰۵ ښځینه بکسونه غلا کړي.

هغې برتانوۍ مېرمنې په غلا کولو کې ریکارډ مات کړی، چې په ډېر مهارت سره یې د ښځو ۹۰۵ لاسي بکسونه غلا کړي، چې قیمت یې تر ۵۰۰ زره یورو اوښتی دی.

خو دغه ښځه پولیسو نیولې او عدالت ته یې سپارلې ده.

د برتانیا یوې محکمې ویلي، د ښځینه لاسي بکسونو دغه ماهره غلا کوونکې هره ورځ یو بکس غلا کړی دی.

دوی وايي، چې تورنې د ټيټ قیمت ښځینه لاسي بکسونه نه غلا کول، بلکې د ډېر قیمت هغه به یې غلا کول.

هغې به د لاسي بکس نښان ته کتل، که به د مشهور نړیوال شرکت و، حتماً به یې غلا کاوه.

پولیس وايي، چې دغې برتانوۍ مېرمن کارول شوي بکسونه نه دي غلا کړي، بلکې ټول یې نوي هغه غلا کړي دي.

تر ډېره د هغې د غلا ځای د لندن لوی خرڅلاو ځایونه وو.

پولیس وايي، چې د غلا شویو بکسونو ارزښت ۵۰۰ زره پاونډه دی، چې د ځینو بکسونو قیمت ان ۱۰۰۰ پاونډه هم اټکل شوی.

دغې برتانوۍ ۴۸ کلنې مېرمنې جین رانډ د محکمې پروړاندې منلې ده، چې دغه ۹۰۵ ښځینه لاسي بکسونه یې د ۲۰۰۹ له دسمبره د ۲۰۱۲ تر دسمبر پورې غلا کړي، چې په دې سره یې هره ورځ یو بکس غلا کړی.

د هغې وکیلانو ته ویل شوي، که څه هم تورنه دوه بچیان لري، خو باید د محکمې له خوا د زندان ټاکل شوې موده بند کې تېره کړي.

د هغې د غلا د کیسو له مخې، رانډ به هره ورځ د خرڅلاو لویو مرکزونو ته له ښځینه لاسي بکس پرته تلله، خو هلته به یې چې هر یو بکس خوښ شو، غاړې ته به یې واچاوه.

هغې به له خرڅلاو ځایه د وتلو پرمهال پر دروازه هغه امنیتي اله په ډېر مهارت سره لیرې کړه، چې د ناامنۍ د خطر زنګ به یې واهه او په بیړه به له خرڅلاو ځایه الونیه شوه.

ورته مطالب