ملاله: طالبانو سره خبرې د سولې يواځنۍ لار ده

Image caption ملاله وايي: هلې ځلې به کوي چې په پاکستان کې کوچنيانو لپاره ښوونځي ته تگ اجباري يا لازمي او وړيا شي.

ټيک يو کال وړاندې د اکتوبر په مياشت کې ملاله يوسفزۍ د طالب وسله والو له لوري له دې امله په ډزو وويشتل شوه چې د انجونو د زده کړې غوښتنه يې کوله.

دغه بريد ته په ټوله نړۍ کې غبرگونونه وښودل شول، اوس له يوۀ کال وروسته ملاله روغه ده او خپله کيسه کوي.

بي بي سي سره په دې مرکه کې ملاله وايي وسله والو سره خبرې د سولې يواځينۍ لاره ده.

نوموړې زياتوي په افغانستان او پاکستان کې يواځې د پوهنې او زدکړې له لارې د تندلارۍ مخنيوى کېداى شي.

ملاله د تېر کال اکتوبر پر نهمې نېټې د شوي بريد د يادولو پر مهال وايي کله چې بريد گرو ډزې پېل کړې د سوات کوڅې په نا عادي ډول تشې وې او له بريد وروسته يې ډير کم څه ياد دي:

"ما ته زما د ښوونځي وروستۍ ورځ ياد ده، بيا چې کله په هوښ شوم نو د برمنگم د ملکې الېزابېت په روغتون کې وم. دا هغه رښتيني شيان دي، له بريد څخه وروسته اووۀ ورځو کې ما خوبونه ليدل، او د هغه مهال انځورونه مې په فکرکې دي. يو انځور داسې دى چې لوى شمير کې خلک ما نه گرد چاپېره راغونډ دي او زه پر تذکرې پرته وم، او ما خپل پلار لټولو او ويل مې چې زما پلار چيرې دى ، زما پلار چيرې دى ما غوښتل چې خبرې وکړم خو يو ټکى مې په خولۀ نه شو راتلى، بيا ما سترگې پټې کړې او هرې خواته تياره شوه، ما فکر کولو زه نوره مړه يم، بيا مې ځان سره ويل کله چې زه ځان سره خبرې کوم څنگه مړه کېدى شم، له بريد وروسته اوو ورځو کې ما ته بيلابېل خوبونه راتلل چې اخر هم د برمنگهم په روغتون کې په هوښ شوم"

ملاله له بريد وروسته خپله شپاړسمه زېږکليزه ملگرو ملتونو ته له يوې وينا سره ولمانځله، ملاله په ټوله نړۍ کې يواځې خپل لومړني نوم سره پېژ ندل کيږي.

په برتانيا کې له درملنې وروسته هغه د برمنگهم په ښار کې په زده کړې بوخته ده، او وايي چې د خپل پخواني ښوونځي ملگرې يې ياديږي.

ملاله وايي په پر نوموړې بريد نور خلک زړور کړل چې د خپل حق لپاره غږ پورته کړي.

"کله چې زه وويشتل شوم، هغوي په دې فکر وو چې خلک به غلي شي، او هيڅوک به خبرې نه کوي. خو په سبا يې خلک راپورته شول، د خپلو حقونو، د زده کړې د حق په پلوۍ اود ترورزم پر ضد يې خپل غږ پورته کړ."

دې وويل هلې ځلې به کوي چې په پاکستان کې کوچنيانو لپاره ښوونځي ته تگ اجباري يا لازمي او وړيا شي.

د پاکستان حکومت ادعا کوي چې ښوونځيو ته د کوچنيانو ورتگ لپاره ډير کار کوي او د انجونو د زده کړې لپاره يې په ملي کچه پروگرام پيل کړى دى.

د پاکستان شمال لويديځې سيمې د ژوندانه د بېلابېلو چارو په څېر په زده کړو کې هم وروسته دي خو ترکومه چې سوات پورې اړه لري د زده کړې له پلوه داسيمه ښه مخينه لري، نولس سوه نهه شپيتم کال پورې دا سيمه نيمه خپلواکه وه او واکمنو يې د شلمې پېړۍ په لومړيو کې لومړى د هلکانو او څو کاله وروسته يې د انجونو د ښوونځي بنسټ ايښى وو.

که څه هم د انجونو د زده کړې په تړاو په ټوله سيمه کې دخلکو په منځ کې پوهاوى ډيرشوى دى، او بې له شکه پر ملالې بريد هم په دغه برخه کې خپل رول لري، خو د ډيرو په اند په سيمه کې د امن تر راتلو او پوهنې ته د حکومتونوله لوري د اړينې پاملرنې پرته دا مز ل به لاپسې اوږدېږي.

ورته مطالب