د نتنیاهو جینز څرګندونې، که د ایرانیانو ملنډې

Image caption پر ټولنیزو وېبپاڼو سلګونو ایرانیانو د نتنیاهو څرګندونې رد کړې دي.

ایرانیانو د اسراییلي لومړي وزیر هغه څرګندونې له ملنډو ډکې بللې، چې وايي، ایرانیانو ته د جینز اغوستلو اجازه نه ورکول کېږي.

اسرايیلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د بي بي سي له فارسي تلوېزیون سره په یوه مرکه کې ویلي وو، که چېرې ایرانیان خپل ځان ازاد ګڼي، نو شین جینز باید واغوندي، او لوېديځه موسیقي واوري.

د نوموړي د دغو څرګندونو پروړاندې سلګونو ایرانیانو د ایران د ننه او بهر پر ټولنیزو وېبپاڼو دا څرګندونې ردې کړې او د ملنډو یوه کیسه یې ترې جوړه کړې ده.

ګڼو ایراني ځوانانو، د نتنیاهو له دغو څرګندونو وروسته، جینز اغوستي، لوېديځې موسیقۍ ته یې غوږ نیولی او د هغه په څرګندونو پورې یې ملنډې وهلې دي.

په ایران کې د جینز اغوستلو بندیز نه شته، نه هم هلته پر لوېديځې موسیقۍ بندیز دی.

جینز، نه بمونه

Image caption ایران کې پر جینز اغوستلو بندیز نه شته.

یوه ایراني ځوان، چې جینز یې اغوستی، پر ټولنیزو وېبپاڼو هغه انځور خپور کړی، چې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ته په غوږ کې پس پسک کوي.

په یوه بل عکس کې نتنیاهو انځور شوی، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا پرمهال یې مخ ته سره کرښه ایستلې، چې ایران باید د اتوم جوړولو چاره کې له دې سرې کرښې وانه وړي.

پر همدې مهال، پر ټویټر وېبپاڼه د یوې ایرانۍ نجلۍ عکس هم خپور شوی، چې جینز یې اغوستی دی.

د تېرې جمعې پر ورځ له نتنیاهو سره د بي بي سي فارسي برخې خپره شوې مرکه کې نتنیاهو ویلي وو چې ایرانیان د اوسني حکومت پرتله د "لاغوره حکومت مستحق دي".

هغه دا هم ویلي وو چې "باور کوم که چېرې د ایران ولس خپله لار ونیسي، نو شین جیز دې واغوندي، لوېديځه موسیقي دې واوري، دوی باید بېلابېلې ازادۍ ولری".

نوموړي ویلي وو، که چېرې ایران اتوم بم جوړ کړي، شاید د ایرانیانو ژوند لا پسې خراب شي.

پر فېسبوک وېبپاڼې یوه پوست کې، چې سلګونه کسانو کتلی، راغلي چې "نتنیهو وايي، چې د ایران اتوم بم یې لیدلی، خو زموږ جینز یې نه دی لیدلی".

Image caption ایران کې نجونې هم جینز اغوستلی شي.
Image caption ګڼو ایرانیانو پر ټولنیزو وېبپاڼو د نتنیاهو جوړ شوی انځور خپور کړی.
Image caption ایران د نورو اسلامي هېوادونو په شان ښځو ته ډېره ازادي ورکړې ده.