بنګله ديش: د جامو فابريکه کې اور ۹ کسه وژلي

بنګله دېش
Image caption ښايي د اور په پايله کې د وژل شويو کسانو نوره هم لوړه شي

د بنګله دېش له پلازمېنې ډاکې سره نژدې د جامو تيارولو په يوه فابريکه کې د اور لګېدو له امله لږترلږه ۹ کسه وژل شوي دي.

ځايي سرچينې وايي د سې شنبې په ورځ په غازيپور کې په دغه فابريکه کې اور شاوخوا ۵۰ کسه نور ټپيان کړي دي.

ويره دا ده چې ښايي د وژل شويو شمېره پورته وخېژي.

تر اوسه د اور د لګېدو لامل نه دی مالوم، خو ويل کېږي اور په هغو ماشينونو کې لګېدلی چې کالي په کې تيارېږي.

د فابريکې ډېری کارګر لا له وړاندې تللي و، خو هغه کارګر چې د شپې مهال يې کار کاوه په فابريکه کې پاتې وو.

د بنګله دیش د ټوکرانو یو ویشت میلیارد ډالري فابریکې په وروستیو میاشتو کې له سختو بحرانونو سره مخ شوي دي.

بنګله دیش تر چین وروسته په نړۍ کې د ټوکرانو د تولید دویم ستر هېواد دی.

یو تن چې په غازیپور کې د خپل تره د پیدا کولو لپاره د ټوکرانو فابریکې ته ورغلی وايي، تر اوسه يې خپل تره نه دی موندلی:

"ماښام چې کله اور لېږدنه پیل شوه زه دلته راغلم، او د خپل تره لټه وکړم چې په دغې فابریکې کې یې کار کاوه. تر اوسه مو نه دی موندلی".

دی وايي زه خبر شوم چې اور لګېدنه د ماشین د سویچ د چاودلو له امله پېښه شوې ده چې بيا ټولې فابریکې ته غځېدلې.

غير معياري ودانۍ

يوې ځايي ورځپاڼې، ډيلي سټار د پولیسو د يوه افسر عامر حسين له قوله ويلي، چې له زيانمنې شوې ودانۍ د ۹ کسانو جسدونه وېستل شوي دي.

په بنګله ديش کې د کاليو تيارولو په فابريکو کې د خونديتوب ګامونه نيمګړي دي، چې له همدې امله دغه راز پېښې رامنځته کېږي.

په بنګله ديش کې د خونديتوب معيارونو ته د نه پام له امله ودانۍ نړېږي او يا هم ډېر کله په کې اور لګېږي.

د سږکال په اپريل مياشت کې د يوې ودانۍ د نړيدو له امله چې د جامو تيارولو دوه فابريکې په کې وې ۱۱۰۰ کسان ووژل شول.

تر دې وړاندې د تېر کال په نومبر مياشت کې په يوه بله فابريکه کې د اور لګېدو له امله ۱۱۲ کسه ووژل شول.

په جولای مياشت کې د نړۍ نژدې ۷۰ نړيوالو کمپنيو موافقه وکړه، د هغو فابريکو ارزونه به کوي، چې دوی په کې خپل توليدات تياروي.

ورته مطالب