بنګله دېش: عبدالعليم په عمري بند محکوم شوی

Image caption ځانګړې محکمې عبدالعليم د ۱۷ جرمونو له ډلې په ۹ پړ وباله

عبدالعليم چې اوس ۸۳ کاله عمر لري د ضياء الرحمن په مشرۍ د بنګله دېش د خلکو ملي ګوند په دولت کې وزير و.

اوس د دغه ګوند مشري د ضياء الرحمن لور، خالده ضياء کوي چې د حکومت اصلي مخالف اپوزيسيون بلل کېږي.

ځانګړې محکمې عبدالعليم د ۱۷ جرمونو له ډلې په ۹ پړ وباله. دغه تورونه په ۱۹۷۱ کال کې له پاکستان نه د بنګله دېش د ازادۍ د اخيستو د وخت دي.

تر دې وړاندې د جنګي جرمونو د ځانګړې محکمې له لوري د جماعت اسلامي مشران هم په اعدام او عمري بند محکوم شوي دي.

د محکمې له لوري د دغو حکمونو صادرېدل د مخالفو ګوندونو د پلويانو د اعتراضونو لامل شوي، چې د مظاهرو پر مهال په کې زيات کسان وژل شوي دي.

تېره اوونۍ دغې محکمې صلاح الدين قادر چوهدري، د ملي شورا غړی او د حکومت د مخالفينو لوړپوړی مشر د هېواد د خپلواکۍ اخيستو پر مهال د جنګي جرمونو له امله، پړ وپېژانده.

پر ښاغلي قادر تور دی چې په عام وژنه، قتل او يرغمل نيونه کې ښکېل و، او محکمې په اعدام محکوم کړ.

ښاغلی قادر د بنګله دېش د خلکو ګوند د ملي شورا لومړنی غړی دی چې په دغه هېواد کې د ځانګړې محکمې له لوري تورن پېژندل کېږي.

په بنګله دېش کې د جنګي جرمونو ځانګړې محکمه د عوامي ليګ ګوند له لوري جوړه شوې، خو پرکړنو یې په کور دننه ډلو او د بشري حقونو مدافع سازمانو کلکې نيوکې کړي، او وايي چې کړنې يې له نړیوالو معيارونو سره برابرې نه دي.

په بنګله دېش کې چارواکي وايي نژدې ۳ميليونه بنګله دېشيان له پاکستان نه د ازادۍ اخيستو پر مهال په ۱۹۷۱ کال کې ووژل شول، خو خپلواک څېړونکي دغه شمېره نيم ميليون ښيي.