برتانيا: اسلامي تندلاري برتانويان روا هدف بولي

Image caption ښاغلي پارکر ويلي القاعده د برتانيا لپاره سملاسي او مخامخ خطر دی

د برتانيا استخباراتي ادارې اېم آی۵ مشر خبرداری ورکړی، چې په برتانيا کې مېشت زرګونه اسلامي تندلاري د دغه هېواد خلک خپل روا هدف بولي.

اينډريو پارکر دغه څرګندونې د دندې له ترلاسه کولو وروسته، په خپلو لومړنيو خبرو کې وکړې.

ښاغلي پارکر ويلي چې القاعده او په پاکستان او يمن کې په دوی پورې تړلي کسان د برتانيا لپاره سملاسي او مخامخ خطر دی.

ده ویلي، برتانيا ته ورپېښ ګواښونه بېلابېل دي او د يوه کس د پېژندلو مطلب دا نه دی چې د هغه په اړه په هر څه پوه شی.

د اېم آي۵ مشر په سوريه کې روان کړکېچ ته په اشارې سره وويل، چې د سوريې په روانه جګړه کې له برتانيا د خلکو د ورتلو په اړه اندېښمن دی.

ښاغلي پارکر وويل دا د لويديځو هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده، چې له برتانيا خلک د سوريې جګړې لپاره ورځي.

دی وايي په سوريه کې جنګېدونکي جهاديان به يوه ورځ بېرته برتانيا ته ورستانه شي او بيا به هغه تجربې په برتانويانو استعمال کړي چې د سوريې په جګړه کې يې زده کړې دي.

اينډريو پارکر خبرداری ورکړ چې په نړۍ کې د ترهګرو لپاره د اړيکو نيولو اسانه لارې شته، چې په هغه کې ايميل، انټرنټ، ټیليفون، ټولنيزې رسنۍ او نورې اسانتياوې راځي.

ښاغلی پارکر وايي د ايم، آی۵ او جي سي ايچ کيو لپاره دا ډېره اړينه ده، چې د معلوماتو له ټولو سرچينو د مالوماتو راغونډولو صلاحيت ولري.

ده د خپلو خبرو په پای کې وويل، چې د ده په اند د تېر په توپير د ترهګرۍ خطر نه دی زيات شوی، خو اوس دا خطر (ډېر پېچلی، متنوع او په اړه يې وړاندوينه کول اسانه نه دي).

ورته مطالب