''د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو سازمان'' لنډ پېژندلیک

Image caption دغه سازمان د ملګرو ملتونو په ملتیا سره بې پرې کار کوي.

"له کیمیاوي وسلو د ګټې اخیستو د مخنیوي سازمان" یا (OPCW) یو نړیوال او خپلواک سازمان دی، چې په ۱۹۹۷ کال د کیمیاوي وسلو د نه کارولو کنوانسیونه د تطبیق په موخه رامنځ ته شوی.

دغه سازمان دا مهال په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو د مخنیوي پر چارو بوخت دی.

دا لومړی ځل دی، چې سازمان په یوه داسې سیمه کې فعالیت کوي، چې هم مهاله جګړه هم پکې روانه ده.

د دغه سازمان اصلي مرکز په هاګ کې دی، چې ۱۸۹ غړي هېوادونه لري، چې د نړۍ شاوخوا ۸۹ سلنه وګړي تر پوښښ لاندې راولي.

دغو غړو هېوادونو هوکړه کړې، چې له کیمیاوي وسلو پاکه نړۍ رامنځ ته کړي.

دغه سازمان په ۲۰۱۰ کال د شاوخوا ۵۰۰ خلکو په ګومارلو ۷۵ میلیون یورو (چې ۱۰۲ میلیون ډالر، ۶۳ میلیون پاونډه کېږي) لګولي دي.

دغه سازمان د ملګرو ملتونو په ملتیا سره بې پرې کار کوي.

د روانې اونۍ په لومړیو کې، د دغه سازمان مشر احمد اوزومچو په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د اغېزناکه له منځه وړلو لپاره د اوربند وړاندیز وکړ.

هغه وویل چې د کیمیاوي وسلو د ویجاړولو لپاره د ملګرو ملتونو د پرېکړې پربنسټ ټاکل شوی ضرب الاجل "ډېر لږ دی".

د تېر اګست پر ۲۶مه، د دغه سازمان د څارونکو پر یوې ډلې نښه ویشتونکو برید وکړ، چې تر هغه وروسته د کوم بل برید راپور نه دی ورکړل شوی.

ورته مطالب