هیومن رایټس واچ: سوري یاغیانو ملکي کسان وژلي

Image caption سوریې کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د جګړې اوږدو کې د دغه هېواد پر پوځ او یاغیانو پرله پسې تورونه لګېدلي، چې بشر ضد کړنې یې تر سره کړې دي.

د بشري حقونو سازمان هیومن رایټس واچ په وینا سوري یاغیانو په اګست میاشت کې د پوځي عملیاتو پر مهال لږ تر لږه ۱۹۰ کسان وژلي او له ۲۰۰ یې ډېر برمته کړي وو.

دغه سازمان چې مرکز یې نیویارک دی، ویلي، چې پېښه د لاذقیه ساحلي ښار ته څېرمه حکومت پلوه کلي کې رامنځ ته شوې ده.

رپوټ کې ویل شوي، چې څېړنو ثابته کړې، چې دا بشر ضد څرګند جنایت دی.

سوریې کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د جګړې اوږدو کې د دغه هېواد پر پوځ او یاغیانو پرله پسې تورونه لګېدلي، چې بشر ضد کړنې یې تر سره کړې دي.

د سوریې حکومت ضد بېلې ډلې فعالې دي، چې د ځینو په اړه ویل کېږي، له القاعده سره اړیکي لري.

د هیومن رایټس واچ په وینا دوی د پېښې ځای کې څېړنې کړې او له ۳۵ ډېرو کسانو سره یې مرکې کړې. دغو کسانو کې د دواړو لوریو جنګیالي هم شامل دي، چې د عملیاتو پر مهال ژوندي پاتې شوي.

د هیومن رایټس واچ په وینا، په ظاهره داسې معلومېږي، چې وژل شوي کسان د عملیاتو په لومړۍ ورځ وژل شوي دي.

د هیومن رایټس واچ په وینا دې عملیاتو کې د یاغیانو نژدې ۲۰ ډلو برخه درلوده، چې له دوی څخه پنځو ډلو پر ملکي کسانو بریدونو کې لاس درلود او دغه پنځه سره ډلې د خپلواکې سوریې د پوځ غړي نه دي.

رپوټ کې دغه راز ویل شوي، چې د عراق او سوریې اسلامي مملکت، او جېش المهاجرین والانصار ډلو تر اوسه ځینې ګسان برمته کړي، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په دویمه ورځ " اګست ۱۸ " حکومتي ځواکونو ځوابي برید وکړ او کلی یې بېرته ونیو.

د منځني ختیځ لپاره د هیومن رایټس واچ استازي جو سټورک ویلي "دا هېڅ ډول د کوم جګړه ییز عمل پایله نه ده، بلکې پر علوي کلي برید د یوه پلان له مخې شوی."

د عیني شاهدانو له قوله او د روغتون د اسنادو له مخې ویل کېدای شي، چې له ۱۹۰ څخه لږ تر لږه ۶۷ کسان په غیر قانوني توګه وژل شوي دي.

ورته مطالب