امریکا: اوباما ته د جمهوریت غوښتونکو وړاندیز

Image caption جمهوریت غوښتونکو ولسمشر اوباما ته پورونو په کچه کې د موقت زیاتوالي وړاندیز کړی و، چې له ډیوالي کېدو نه ژغورنه وشي.

د امریکا متحدو ایالتونو کې د مالي بحران د مخنیوي لپاره، د ولسمشر باراک اوباما او د جهموریت غوښتونکو د لوړ پوړو مشرانو ترمنځ خبر له کومې هوکړې پرته پای ته ورسیدې.

خو دواړو لوریو دغه ۹۰ دقیقې غونډه د نورو خبرولپاره چې نن ( جمعه ۱۱ اکتوبر ) ترسره کېدونکې دي، مثبې بللې ده.

جمهوریت غوښتونکي غواړي چې حکومتي پور لږ لوړ کړي او په بدل کې یې له ولسمشر اوباما نه غوښتنه لري، چې د هغې بودیجې پر سر ورسره خبرې وکړي، چې نیم حکومت یې په ټپه درولی دی.

خو په رپوټونو کې ویل شوي، چې ولسمشر اوباما دې لړ کې تر اوسه کومه پرېکړه نه ده کړې.

د شمالي امریکا لپاره دبي بي بي مشر وايي، جمهوریت غوښتونکو ډېر امتیاز ترلاسه کړی او داسې اټکل کېږي، چې دواړه لورې یوې هوکړې ته نژدې شوې دي.

جمهوریت غوښتونکو ولسمشر اوباما ته پورونو په کچه کې د موقت زیاتوالي وړاندیز کړی و، چې له ډیوالي کېدو نه ژغورنه وشي.

امریکا کې د فدرالي حکومت چارې د تېرې چهار شنبې په شپه هغه مهال له ځند او خنډ سره مخامخ شوې، چې د مخالف ګوند اکثریت درلودونکې استازو جرګې نه د بودیجې منظورۍ له ناکامۍ وروسته، سپینې ماڼۍ یو شمېر فدرالي ادارو ته د فعالیتونو بندولو امر وکړ.

د چهارشنبې په ورځ ولسمشر اوباما وویل، چمتو دی، چې له جمهوریت غوښتونکي ګوند سره خبرې وکړي، خو د هغه په خبره دوی باید د هېواد د اقتصاد ضد ګواښونو لاس پر سر شي.

د امریکايي ولسمشر په خبره د جمهوریت غوښتونکو له لوري د پور کچې لوړولو او د حکومتي چارو د بیا فعالولو بدل کې د پالیسي امتیازونو غوښتنه د باج اخیستو په معانا ده.

امریکا کې د حکومتي چارو په ټپه درېدو له کبله اته لکه مامورین اړ شوي، چې له تنخواه پرته رخصت واخلي.

بل لور ته د پېسو نړیوال صندوق " ای ایم ایف " د راتلونکي کال لپاره د نړیوالې اقتصادي ودې په کچه کې د لږوالي رامنځ ته کېدو اعلان کړی.

د ای ایم ایف چارواکو په وینا تمه کېږي، چې سږ کال به د نړیوالې اقتصادي ودې کچه دوه اعشاریه نهه سلنه وي او راتلونکی کال به دغه کچه درې اعشاریه نهه سلنې په حد کې وي.

ورته مطالب