هند: له توپان وړاندې ۶۰۰زره کسان وېستل شوي

Image caption د هوا پېژندنو ادارو فايلن تر ټولو چټک سمندري توپان بللی دی

د هند په ختيځو سمندر غاړو کې د چټک باد ترڅنګ سخت باران هم اوري او چارواکي وايي، په بنګال کې د فايلن په نوم د سخت توپان د ورتلو لپاره چمتووالی نيسي.

دغه ستر سمندري توپان به په څو ساعتونو کې سمندر غاړو ته ورسېږي او ۶۰۰زره کسان خوندي سيمو ته لېږدول شوي دي.

د هوا پېژندنو ادارو فايلن 'تر ټولو چټک' توپان ښوولی او تمه ده چې د سمندري توپان دغه څپې د نن ورځې (شنبه، ۱۲ اکتوبر) ماښام مهال د هند د اړيسه او اندرا پرديس سواحلو ته ورسېږي.

په اړيسه کې په ۱۹۹۹ کې يوه بل ستر سمندري توپان له ۱۰۰۰۰ زيات کسان ووژل.

د توپان زور

د هند د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوينې له مخې، د دغه توپان چټکتيا په ساعت کې ۲۲۰ کيلومتره اټکل شوې، چې له ځانه سره به تند باد هم ولري.

د امريکا يوې ادارې هم له دغه سمندري توپان سره د چټک باد يادونه کړې، ويلي يې دي چې کېدای شي د دې چټکتيا په ساعت کې له ۲۶۹ تر ۳۱۵ کيلومترو پورې ورسېږي.

په لندن کې د هوا پېژندلو يوې ادارې دغه توپان د پنځمې درجې ښوولی، چې تر ټولو ځواکمن توپان ګڼل کېږي.

توپان ته چمتووالی

Image caption هند جمعې په ورځ خبر ورکړ، چې د فايلن توپان به د اړيسه د ګوپال ښار له سمندر غاړو سره لګېږي

په ډيلي کې د بي بي سي يو خبريال وايي، چارواکو ورته ويلي چې دا ځل يې له دغه توپان سره د مقابلې لپاره نسبتآ ډېر چمتووالی نيولی دی.

د هند د هوا پېژندنې ادارې د جمعې په ورځ خبر ورکړ، چې د فايلن توپان به د اړيسه ايالت د ګوپال له ښار سره نژدې له سمندر غاړو سره ولګېږي.

دغه اداره وايي له توپان سره به سخت باران هم مل وي او وېره ده چې دا به د سمندر له ساحل سره هغو کورونو ته لوی زيان واړوي، چې له خټو جوړ دي.

د اړيسه ايالت د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزير سوريا ناراين پترا ويلي: "په ساحلي سيمو کې له خټو په جوړو کورونو کې چاته د اوسېدو اجازه نه ورکول کېږي".

په اړيسه او اندرا پردېش ايالتونو کې د بېړنيو حالاتو او مرستو لپاره پوځ د تيارسۍ په حال کې دی.

چارواکي وايي هغه سيمې چې دغه توپان يې اغېزمنوي د هغو لپاره د هوا له لارې د خوراک او څښاک لپاره توکي چمتو شوي دي.

په هند کې خبريالان وايي د هند په ختيځو سواحلو او بنګله دېش کې د اپريل او نومبر مياشتو ترمنځ سمندري توپانونه راځي، چې له امله يې ځاني او مالي زيانونه اوړي.

د ۲۰۱۱ کال په ډسمبر کې په جنوبي ايالت تمل ناډو کې راغلي سمندري توپان لسکونه کسان ووژل او زرګونه نور يې د کورونو پرېښودو ته اړ کړل.

ورته مطالب