ملالې له اوباما وغوښتل چې د ډرون بریدونه ودروي

Image caption د اوباما لور مالیا، میشل اوباما، ملاله یوسفزۍ او ولسمشر اوباما

د سوات ملالې یوسفزۍ په سپینه ماڼۍ کې له امریکا ولسمشر باراک اوباما، د هغه میرمن میشل او لور مالیا سره ولیدل.

ولسمشر اوباما او میرمن میشل د نجونو د زده کړې د پرمختګ په برخه کې د ملالې د ارادې او زړورو کړنو مننه وکړه.

د سپینې ماڼۍ په یوه خبره پاڼه کې د میرمن میشل له خولې ویل شوي چې د نجونو د زده کړې او روزنې په برخه کې پانګونه یو ډیر ښه او ګټور کار دی چې موږ یې کولی شو، نه یوازې زموږ د لورګانو او لمسیانو لپاره بلکې د دوي د کورنیو، ټولنو او هېوادونو لپاره هم.

له غونډې وروسته ۱۶ کلنې پښتنې ملالې وویل ولسمشر اوباما ته یې د امریکا لخوا په قبایلي سیمیو کې د ډرون بریدونو په اړه ویلي دي چې له دې سره ترهګري زیاتېږي، په دې بریدونکو کې بې ګناه خلک وژل کېږي چې له امله یې د اوسیدونکو په زړونو کې غم غصه را پیدا کېږي.

ملالې وویل له ولسمشر اوباما سره یې په خبرو کې یادونه وکړه که موږ خپل ټول فکر تعلیم ته کړو نو له دې سره ډېر بدلون را تللی شي.

د پنجشنبې پر ورځ (د اکتوبر ۱۰مه) د سوات زدکوونکې او د نجونو د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ ته د ساخاروف په نامه د اروپایي ټولنې د بشري حقونو جایزه ورکړل شوې ده.

د پنځوس زره یورو ارزښت دغه جایزه اروپا کې د بشري حقونو لړ کې تر ټولو ستره جایزه بلله کېږي. له سخاروف جایزې مخکې هم ملالې ته یو شمېر نړیوالې جایزې ورکړلې شوې دي.

ملاله د نوبل سولې جایزې ته هم نومول شوې وه خو دغه جایزه د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان یا OPCW ته ورکړل شوه، چې دغه سازمان سوریه کې د کیمیاوي وسلو ویجاړولو دنده پرغاړه لري.

ملاله او سوله

يو کال وړاندې د اکتوبر په مياشت کې ملاله يوسفزۍ د طالب وسله والو له لوري له دې امله په ډزو وويشتل شوه چې د انجونو د زده کړې غوښتنه يې کوله.

دغه بريد ته په ټوله نړۍ کې غبرگونونه وښودل شول، اوس له يوۀ کال وروسته ملاله روغه ده او یو ځل بیا یې خپلې مبارزې ته دوام ورکړ..

بي بي سي سره په یوه مرکه کې ملاله وايي وسله والو سره خبرې د سولې يواځينۍ لاره ده.

نوموړې زياتوي په افغانستان او پاکستان کې يواځې د پوهنې او زدکړې له لارې د تندلارۍ مخنيوى کېداى شي.

ورته مطالب