القاعدې د غړيتوب لپاره شرايط اسانه کړي

Image caption د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته، ايمن الظواهري د الشباب غړيتوب ومانه.

د القاعدې شبکې، په دغه شبکه کې د غړيتوب ترلاسه کولو شرايط اسانه کړې دي. دغه شبکه د نوي نسل د جذب او د خپل نفوذ پراخولو په لټه کې ده.

د القاعدې شبکې مخکني مشر اسامه بن لادن نه غوښتل چې د سوماليا اسلامپاله الشباب ډله په دغه سازمان کې ورګډه کړي.

اسامه بن لادن په يوه ليک کې چې په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په اېبټ اباد کې د هغه له وژل کېدو وروسته وموندل شو، د الشباب ډلې پر مشر نيوکې کړې دي او ويلي يې هغو کسانو ته يې سختې سزاوې ټاکلي چې لا مجرم نه دي پېژندل شوي.

خو د القاعدې شبکې نوی مشر ایمن الظواهري د الشباب ډلې له نيمګړتياوو سره چندانې زياته ستونزه نه لري.

د اسامه بن لادن له وژل کېدو شاوخوا يو کال وروسته، ايمن الظواهري په القاعده شبکه کې د الشباب غړيتوب ومانه.

په ملګرو ملتونو کې د القاعدې او طالبانو د هڅو څارلو پخواني مشر ريچارډ برت ويلي، د الظواهري په اند دا کار به وکړای شي، د "القاعدې شبکې د نفوذ ساحه" پراخه کړي.

په القاعدې شبکه کې د الشباب ډلې ورګډېدل د د دغې شبکې په رهبري کې د يوه نوي پړاو پيل دی.

الظواهري او ملاتړي يې د مخکنيو مشرانو په پرتله د نويو کسانو لپاره پراخه غېږه پرانستې ده.

القاعده

د عراق القاعده: يو افراطي سني سازمان دی

د اسلامي مغرب القاعده: دا په لويديځه افريقا کې د القاعدې شبکې يوه سنباله ډله ده

د عربستان ټاپووزمې القاعده: د دغې ډلې غړو قسم خوړلی چې پر بهرنيانو به بريدونه کوي

په واشنګټن کې د منځني ختيځ د سياست د انستيتيوت پلټونکی، دنيل ګرين وايي: "القاعده د نويو څانګو پر جوړولو بوخته ده".

د استراليا په پوليسو کې پخوانۍ امنيتي کارپوهه، ليا فارل وايي: "که په القاعده پورې تړلي ټول کسان، برخې او څانګې وشمېرو، نو وبه وينو چې القاعده نن تر بل هر وخت زياته پراخه شوې ده".

د نويو کسانو د منلو لپاره د القاعدې شبکې دليل ډېر روښانه دی. مېرمن فارل د الظواهري او د هغه د پيروانو په اړه وايي چې "دوديزې القاعدې" په وروستيو کې پر لويديځوالو لوی بريدونه، نه دي کړي.

همدا لامل دی چې د القاعدې شبکې مشران په نړيواله کچه د خپل دريځ ثابتولو لپاره نورو طريقو ته مخه کړې او د غړيتوب لپاره يې سخت شرايط، اسانه کړې دي.

د سږکال د سپتمبر مياشتې په ۲۱مه د الشباب ډلې په نايروبي کې د وېسټ ګېټ په نوم د خرڅلاو پر يوه مرکز بريد وکړ او له ۶۰ ډېر کسان يې په کې ووژل.

د القاعدې بیرغ

الشباب دا کار د دې لپاره وکړ، چې تر يوه وخته د خبرونو په سر کې راشي.

پر همدې حال کې په القاعدې پورې یوې بلې تړلې شبکې، په سوريه کې يو بندري ښار ونيوه.

د دغې ډلې مشران یوازې هغه کسان نه دي، چې غواړي د القاعدې تر بېرغ لاندې فعاليت وکړي، بلکې ډېر نور هم غواړي چې په القاعدې پورې تړلې وي.

په اندونيزيا او نورو هېوادونو کې جنګيالي هڅه کوي چې د ايمن الظواهري پام ځانته ور واړوي.

مېرمن فارل وايي: "هغوی عملآ هېله لري چې په القاعده پورې وتړل شي".

جنګيالي پوهېږي چې په القاعده شبکه کې غړيتوب به يې د دوی سازمانونه قوي کړي.

ورته مطالب