هند: توپان ۷ کسه وژلي او زرګونه يې اغېزمن کړي

Image caption د پاييلن په نوم د دغه توپان له امله سلګونه زره کسانو خپل کورونه پرېښي

په بنګال خليج کې راالوتلی سمندري توپان اوس د هند د شمال لويديځ پر لوري د بهار، چهتيس ګړهـ او جارګهنډ ايالتونو پر لوري روان دی، خو چټکتيا يې کمه شوې ده.

د پاييلن په نوم د دغه توپان له امله سلګونه زره کسانو خپل کورونه پرېښي او شاوخوا ۵۰۰زره کسان په موقتي پنډغالو کې ځای پر ځای شوي دي.

دغه توپان د اړيسه ساحل ته د شنبې شپې به نهو بجو ورسېد او هلته مېشت د بي بي سي خبريال وايي، چې له سمندري توپان وړاندې باران پيل شو.

دی وايي چې تند باد سره باران تېزېده او د باد چټکتيا په ساعت کې شاوخوا ۲۰۰ کيلومتره وه.

خبريالان وايي چې د تېز باد له امله د کورنو چتونه والوتل، ونې له رېښو سره ووتې، د برېښنا ستنې چپه شوې او يو شمېر ودانۍ ونړېدې.

د اړيسه ایالت یوه چارواکي ويلي چې د سمندري توپان له امله تر اوسه لږترلږه اووه کسه وژل شوي دي.

د توپان له امله د اړيسه ايالت د ګجم، خوردا، پوري او جګت سنګه پور او اندرا پرديش ايالت د سرکاکلم سيمې ډېرې ځپل شوې دي.

د اړيسه ايالت د ګوپال پور سيمې ډېری اوسېدونکی د شنبې شپه په پنډغالو، ښوونځيو او نورو حکومتي ودانيو کې تېره کړه.

Image caption خبريالان وايي چې د تېز باد له امله د کورنو چتونه والوتل او ونې له رېښو سره ووتې

په اړيسه کې په ۱۹۹۹ کې يوه بل ستر سمندري توپان له ۱۰۰۰۰ زيات کسان ووژل.

د توپان زور

د هند د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوينې له مخې، د دغه توپان چټکتيا په ساعت کې ۲۲۰ کيلومتره اټکل شوې، چې له ځانه سره به تند باد هم ولري.

د امريکا يوې ادارې هم له دغه سمندري توپان سره د چټک باد يادونه کړې، ويلي يې دي چې کېدای شي د دې چټکتيا په ساعت کې له ۲۶۹ تر ۳۱۵ کيلومترو پورې ورسېږي.

په لندن کې د هوا پېژندلو يوې ادارې دغه توپان د پنځمې درجې ښوولی، چې تر ټولو ځواکمن توپان ګڼل کېږي.

په هند کې خبريالان وايي د هند په ختيځو سواحلو او بنګله دېش کې د اپريل او نومبر مياشتو ترمنځ سمندري توپانونه راځي، چې له امله يې ځاني او مالي زيانونه اوړي.

د ۲۰۱۱ کال په ډسمبر کې په جنوبي ايالت تمل ناډو کې راغلي سمندري توپان لسکونه کسان ووژل او زرګونه نور يې د کورونو پرېښودو ته اړ کړل.

ورته مطالب