هند: معبد کې ټيل ماټيل ۸۹ زيارت کوونکي وژلي

Image caption راپورونه وايي زياتره کسان د ټيل ماټيل له امله مړه شوي

د شمالي هندوستان په مدهیه پردېش ایالت کې د روغتیا وزیر نروتتم مشرا وايي، رتنګړ ما نومي عبادت ځای ته څېرمه پله د پاسه د عبادت کوونکو په ګڼه ګوڼه کې د ټېل ماټېل له کبله ۸۹ کسان وژل شوي دي.

د چارواکو په ونیا پېښه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي. د پولیسو په وینا پېښه د یکشنبې په ګهیځ په داتیا سیمه کې د نوراتري مراسمو پر مهال رامنځ ته شوه.

له دې مخکې د سیمې پولیس مشر اې ایم افضل بي بي سي ته وویل، چې پېښه کې نږدې ۱۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

د پېښې په ځای کې اجې مشرا وویل، چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د ځايي خبریال رش پانډې په وینا هر کال دې مراسمو ته لکونه کسان راځي، خو د دومره ډېرو خلکو د راتګ لپاره مناسب تدبیرونه نه وو نیول شوي.

د یکشنبې په سهار د اوو او اتو بجو تر منځ له داتیا نه ۵۵ کیلومتره لرې رتنګړ ما نومي عبادت ځای ته د تګ پر مهال له یوه پله نه د تېرېدو پر مهال زیارت کوونکو کې اوازه خپره شوه، چې پل ماتېدونکی دی، له دې وروسته ټېل ما ټېل پیل شو، چې له کبله یې یو شمېر کسان تر پښو لاندې شول او یو شمېر نورو د ځان ژغورنې لپاره سیند ته ټوپ کړل.

خو د ځايي رسنیو په وینا ګډوډي هغه مهال پیل شوه، چې پولیسو د خلکو ګڼې ګوڼې کنترولولو لپاره کوتک وکارول. هند کې د بې نظمه مذهبي مراسیمو پر مهال خونړۍ ګډوډۍ رامنځ ته کېدلو پېښې اکثر مهال کېږي.

د هند ټايمز اف انډيا راپور ورکړی، دغه غميزه د پله د لړزېدو له امله رامنځته شوه او نژدې وه چې پل ولوېږي.

خو نور راپورونه وايي پوليسو د خلکو د زياتې ګڼې ګوڼې د کابو کولو لپاره ربړي ګولۍ کارولي او دې په خلکو کې وېره خپره کړې ده.

په هند کې د هنداونو ځيني مذهبي جشنونه چې د ترهې خورېدو له امله رامنځ ته کېږي، ډېر خونړي وي.

تېر کال په ورته غمیزو کې لسګونه کسان ووژل شول.

په ۲۰۰۸ کال کې په جادپور کې په يوه کليسا کې د وېرې خپرېدو له امله له ۲۲۰ ډېر کسان ووژل شول.

ورته مطالب