بشري حقونه: سوري ياغيانو ۱۹۰ ملکيان وژلي دي

Image caption راپور وايي دغه پېښه د ساحلي ښار لاذقيه سره نژدې په څو کليو کې رامنځته شوې

د بشري حقونو د څار ډله وايي، په اګست مياشت کې په سوريه کې د پوځي عملياتو پر مهال ياغي ځواکونو شاوخوا ۱۹۰ ملکيان وژلي او ۲۰۰ نور يې يرغمل کړي دي.

د ډلې راپور کاږي دغه کسان په هغه کلي کې وژل شوي چې غړي يې د ولسمشر بشار الاسد د علاوي لږکۍ فرقې سره تړاو لري.

راپور وايي دغه پېښه د ساحلي ښار لاذقيه سره نژدې رامنځته شوې او د دوی موندنې ښيي، چې دا د انسانيت پر وړاندې جرم دی.

وړاندې ويل کېدل چې دغه کسان د حکومت پلوو ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې پر ټولو ډلو د وسلو بنديز ولګوي، ځکه چې په جنګي جرمونو کې د دوی د ښکېلتيا په اړه کره شواهد شته دي.

ټوله کورنۍ

د څار دغه ډله وايي دوی په سپټمبر مياشت کې په دغه ځای کې پلټنې کړي او له ۳۰ زياتو کسانو سره يې مرکې کړي چې په هغوی کې ژوندي پاتې کسان او د جګړې دواړه لوري راځي.

په دغه ۱۰۵ مخيز راپور کې راغلي چې، د اګست پر څلورمه سهار وختي د څو بېلابېلو ياغي ډلو جنګياليو په لاذقيه کې بريد وکړ، او يوه سرتېري د بشري حقونو ډلې ته وویلي چې ياغيانو د ده ۳۰ ملګري وژلي دي.

ياغيانو شاوخوا لس کليو ته ورغلي او په دې پلمه يې خلک وژلي، چې ګواکې د حکومت پلوي کوي.

راپور وايي: "اتو ژوندي پاتې کسانو او عيني شاهدانو ويلي، چې څنګه مخالفينو ځايي خلک اعدام کړي او پر ملکيانو يې ډزې کړې دي. ځينې وختونه ياغيانو بشپړې کورنۍ وژلي، ځينې ځايونه يې يوازې نارينه ځوانان وژلي او کورنۍ او ماشومان يې يرغمل نيولي دي".

راپور د هغو ۱۹۰ کسانو نومونه خپاره کړي چې ياغيانو وژلي، په دوی کې ۵۷ ښځې، ۱۸ ماشومان او ۱۴ بوډاګان دي.

راپور کاږي ښايي د وژل شويو کسانو شمېره تر دې هم لوړه وي، ځکه ډېر خلک لا هم لادرکه دي او جسدونه يې په لويو ګډو قبرونو کې ښخ شوې دي.

د مخالفينو سرچينې وايي په بريد کې یرغمل شوي ماشومان او ښځې لا هم له دوی سره دي.

د قربانيانو خپل خپلوان وايي ډيری يرغمل شوي د هغې وېډيو په صحنه / بګراونډ کې ښکاره شوي، چې خپره شوې ده.

ورته مطالب