ایران وايي بهر ته د یورانیمو لېږد اجازه نه ورکوي

Image caption ایران وايي اتومي پروګرام یې سوله ییز دی، خو نړیوال قدرتونه شکونه لري، چې ایران اتومي وسلې جوړوي.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي د لوېدېځو هېوادونو د یوې مهمې غوښتنې په ردولو سره ویلي، ایران به هېڅکله اجازه ور نه کړي، چې بډای شوي یورانیم یې له هېواده بهر ته یووړل شي.

ښاغلي عراقچي، چې د ایران د اتومي مسالې مهم مرکچي دی، دولتي ټلویزیون سره خبرو کې ویلي، تهران به د یورانیمو د بډاینې پر چوکاټ، کچه او شمېر خبرې وکړي، خو په ټپه درول او یا له هېواده بهر ته لېږدول به یې د سرې کرښې په توګه پاتې شي.

د نوموړي دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ جنیوا کې د ایران او نړیوالو قدرتونو تر منځ له خبرو مخکې څرګندې شوې دي.

له دې مخکې امريکا او اروپايي هېوادونو په نيويارک کې د ايران د بهرنيو چارو وزیر محمد جواد ظريف سره د لوړې کچې له خبرو وروسته د هغه د نوې لهجې هرکلی وکړ.

ښاغلي ظريف ويلي و لېوال دی هغه شکونه چې ګواکې ايران اتومي وسلې جوړوي ختم کړي او څومره چې ژر کېدای شي، بنديزونه لرې شي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د سپتمبر په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د عمومۍ اسامبلۍ په دريمه ورځ له اتومي وسلو د يوې پاکې نړۍ د غوښتنې ترڅنګ ویلي و، تر دې وروسته باید د سپتمبر د میاشتې ۲۶مه په نړۍ کې د اتومي وسلو د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په توګه ونومول شي.

د ښاغلي روحاني په وینا د نړۍ هغه هېوادونه چې اتومي وسلې لري باید هغو هېوادونو ته ګواښ نه وي چې اتومي وسلې نه لري.

تر دې وړاندې د ايران ولسمشر حسن روحاني له يوې امريکايي ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي و هڅه به وکړي چې په دريو مياشتو کې دننه له لويديځ سره د ايران د اتومي پروګرام پر سر يوې موافقې ته ورسېږي.

ايران وايي اتومي پروګرام يې د سوله ييزو مقاصدو لپاره دی، خو لويديځ يې په اړه شک ښيي او فکر کوي چې ايران غواړي اتومي وسلې جوړې کړي.

ورته مطالب