سوريه کې د سره صليب ۷ کارکوونکي يرغمل شوي

Image caption سور صليب وايي، ټپيانو او بې کوره کسانو ته د مرستو په رسولو کې له زياتو ستونزو سره مخامخ دي

د سور صليب او سرې مياشتې چارواکي وايي چې د سوريې په لويديځ کې د دوی شپږ کارکوونکي او يو رضاکار تښتول شوي دي.

د سره صليب ادارې ویاند ويلي دي، چې تر اوسه يې له ادارې سره د دغې تښتونې په تړاو اړيکه نه ده نيول شوې.

تر دې وړاندې د سوريې حکومتي رسنيو خبر ورکړی و، چې د سره صليب کارکوونکي په ادليب ولايت کې د سمرين او سراقب کليو ترمنځ پر لويې لارې سفر کاوه، چې د وسله والو له لوري پرې ډزې شوې دي.

په سوريه کې سره مياشت او سور صليب وايي، چې ټپيانو او بې کوره کسانو ته د مرستو په رسولو کې له زياتو ستونزو سره مخامخ دي.

د سره صليب وياند ايون واټسن وايي: "موږ غوښتنه کوو، چې دغه ډله دې په سملاسي ډول، پرته له قيد او شرطه خوشې شي. دغه ډله د مرستو په چارو بوخته ده او موږ دواړو خواوو ته کار کوو".

هغه د يرغمل شويو کسانو د هويت ښوولو څخه ډډه وکړه، خو ويې ويل چې دوی ټول روغتيایي کارکوونکي دي.

د سوريې حکومتي اژانس صنعا له دې وړاندې د یوه چارواکي له قوله ويلي و، چې د سرې مياشتې پر کاروان وسله والو ډزې کړي او له ډزو وروسته يې کارکوونکي تښتولي دي.

خو سره صليب او سرې مياشتې د ډزو تاييد نه دی کړی. د دغې مرستندويه ادارې وياند ايون واټسن دا هم ويلي چې د کارکوونکو موټر هم ورک دی.

د سره صليب په اعلاميه کې ويل شوي، چې د موټرو پر کاروان د سرې میاشتې ښکاره نښې وې.

د دغې ادارې يوه بل وياند سايمن شورنو د اسوشيېټېډ پرس خبري اژانس ته ويلي، بريد د یکشنبې ورځ په ځايي وخت یوولس نيمې بجې شوی دی.

تر اوسه دا لا روښانه، نه ده چې د بريد مسوول څوک دي، خو د سوريې حکومتي تلويزيون د دې پړه پر (وسله والو ترهګرو) اچولې ده.

د سوريې حکومتي تلويزيون د حکومت وسله والو مخالفو ياغيانو ته د "ترهګرو" نوم اخلي.

د بي بي سي خبريال جيم ميور وايي دغه پېښه په داسې یوه سيمه کې رامنځته شوې، چې د تندلارو ياغیانو تر کنټرول لاندې ده.

دی وايي په داسې يوه حال کې چې ملګري ملتونه له ټولو خواوو غواړي چې خلکو ته مرستې ورپرېږدي، دې پېښې له وړاندې ستونزمن حالت، نور هم پېچلی کړ.

د ملګرو ملتو د شمېرو له مخې د ۲۰۱۱ کال په مارچ مياشت کې په سوريه کې د ولسمشر بشار الاسد د رژيم پر وړاندې د روانې کورنۍ جګړې پر مهال له ۱۰۰زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

دوی دغه راز وايي چې شاوخوا اته ميليونه سوري وګړي په تېرو دوو کلونو کې بې کوره شوې دي.

ورته مطالب