ايټاليا د کډوالو په بېړیو ګزمې زياتوي

Image caption په روانه میاشت کې سلګونه کډوال د ایټالیا په سواحلو کې ډوب شول.

ایټالیا د مدیترانې په اوبو کې د افریقايي کډوالو د موندلو او ژغورلو لپاره خپلې ګزمې زیاتوي.

د ګزمه کوونکو بېړیو شمېر به درې چنده زیات شي او هوايي ګزمې به هم پراخې شي.

دا ګزمې به د سیسیلي ،مالتا او د لیبیا د سواحلو په شاوخوا کې کېږي.

په روانه میاشت کې سلګونه کډوال د ایټالیا په سواحلو کې ډوب شول

اوس څرګنده شوې چې د ایټالیا د لامپېدوسا ټاپو کې په ډوبه شوې بېړۍ کې د وژل شوو شمېره ۳۵۰ تنوته ورسېده.

دا بېړۍ د اکتوبر په درېیمه ډوبه شوه.

اوس ایټالیا د خوندي سمندر په نوم ماموریت پیل کړی چې په راتلونکي کې په داسې کچه د مرګ ژوبلې مخه ونیوله شي.

له ناورینه راهیسې د ایټالیا لومړی وزیر اېنریکو لېتا تر زیات فشار لاندې دی چې د بشري مرستو هڅې ګړندۍ کړي.

د نوموړي وزیرانو د دوشنبې په ورځ(اکتوبر ۱۴) مه هغه ته د خپلو وروستیو ګامونو د جزیاتو په اړه خبر ورکړ. پوځی ګزمې به د سیسیلي او مالتا او لیبیا ساحل ترمنځ راټولې وي.

چارواکو د یکشنبې په ورځ دوې نورې ډکې سپرلۍ وړونکې بېړۍ هم وموندلې.

د ایټالیا چارواکو په بېړۍ کې د ډوبو شوو مړو د خښولو ترڅنګ له سلګونو سوریایی کډوالو سره چې له جګړې او کډوالو کمپونو ور تښتېدلي دي مرسته وکړه.

ایټالیا او مالتا له اروپایي ملګرو غواړي چې د راتلونکې میاشتې نوومبر په غونډه کې د کډوالۍ پر مسله بحث وکړي.

څه موده وړاندې په ایټالیا کې لامبو وهونکي د هغې کښتۍ د دري اتیا مړو په راویستو بریالي شوي چې پر کډوالو بار وه او د تېرې پنجشنبې په ورځ له لامپېدوسا ټاپو سره نږدې سمندر کې ډوبه شوه.

هرکال له شمالي افریقا نه زرګونه کډوال د ایټالیا د سیسیلي ښار له لارې اروپايي هېوادونو ته ځي.

ډېر ځله د دغو کډوالو بیړۍ له ناوړه پیښو سره مخامخ کېږي خو دا وروستې پېښه تر ټولو خونړۍ وه.

د همداسې پیښو د مخنیوي لپاره دا نوی وړاندیز شوی وو چې وايي مدیترانې کې دې د کډوالو د ژغورنې عملیات پراخ شي.

ورته مطالب