د تري ډي پرنټنک له لارې د الوتکو پرزو جوړولو طرحه

Image caption د اروپا فضايي ایجنسۍ اعلان کړی چې د تري ډي پرنټینک ټکنالوژي په کارولو سره به د الوتکو پرزې جوړوي

د لندن د ساینس په موزیم کې د تري ډي پرنټنګ په برخه کې د تازه نوښتونو په اړه یو نندارتون تر سره شو.

په دغه نندارتون کې شپـږ سوه داسې توکي نندارې ته اېښودل شوي وو چې په تري ډي بڼه پرنټ یا چاپ شوي وو.

د دې نندارتون چمتو کوونکې سوزي انتوني وایي تري ډي پرنټنګ به په راتلونکي کې د تکنالوژۍ په برخه کې ډېر نوښتونه وزېـږوي.

مېرمن سوزي زیاته کړه په نندارتون کې یې دوه توکي ډېر خوښ دی.یو یې هغه قالب دی چې کولای شي د انسان کوپړۍ ته ور داخل شي. تر داخلېدو وروسته کولای شي دلته خراب یا ناروغه نسجونه اول په نخه کړي او بیا یې درملنه وکړي. دویم هغه الوتکه ده چې په تري ډي بڼه چاپ شوی او بیا یې کوچنۍ نمونه جوړه شوې. خو دا کوچنۍ نمونه هم ډېر کمالونه لري.

اصلي موخه دا ده چې د همدې ډېزاین په مرسته په راتلونکي کې داسې الوتکې جوړې شي چې وزن یې د اوسنیو الوتکو په پرتله خورا کم وي.

د لیورپول پوهنتون استاد جان هاپ هم د تري ډي پرنتڼګ ډېر ګټور بولي او وایي د طب په برخه کې به ډېره مرسته وکړي.

پروفیسور هاپ وایي د تري ډي پرنټنګ له برکته اوس دا ممکنه ده چې د انسان د مسانې درملنه هم وشي.

اول د مسانې خرابه یا ناروغه برخه په نخه کېـږي. وروسته د هماغې خرابې برخې په قالب برابر نسج په لابراتوار کې رغول کېـږي. بلاخره همدا تازه نسج د خرابې برخې پر ځای لګول کېـږي.

د ناټینګم پوهنتون استادانو د تري ډي پرنټنګ په مرسته یو مصنوعي لاس جوړ کړی.

د دې مصنوعي کمال دا دی چې د یو رېښتوني لاس په څېر ځیني خاصیتونه لري.

د مثال په توګه سوړ او تود پېژني، هر ډول حرکت کولای شي، وزن مالومولای شي او د ګوتو په سر کې د حس کولو توان هم لري.

په دې وروستیو کې د اروپا فضايي ایجنسۍ اعلان کړی چې د تري ډي پرنټینک ټکنالوژي په کارولو سره به د جیټ، فضايي بېړیو او نورو الوتکو ځینې برخې جوړوي.

د تري ډي پرنټنګ تکنالوژي لا نوې ده.

تر دې دمه ساینس پوهان په خپله هم نه پوهېږي چې دا تکنالوژي به نور څومره نوښتونه وزېـږوي او کومو پرمختګونو ته به لاره هواره کړي.

خو تمه کېدای شي چې یو انقلاب به راولي.

ورته مطالب