د افغانستان پلټنه: د بریتانوي عسکرو ملګري شاهدی ورکوي

Image caption دغه شپږ کسان چې د وارییر په نامه زغره وال ګاډي کې په ګزمه وتلي و، د تېرکال په مارچ میاشت کې له چاودنې سره مخامخ شول.

افغانستان کې په ۲۰۱۲ کال کې په یوه بمي چاودنه کې د شپږو وژل شوو بریتانوي پوځیانو همکارانو د یوې پلټنې په لړ کې د شاهدۍ ورکول پیل کړي دي.

دغه شپږ کسان چې د وارییر په نامه زغره وال ګاډي کې په ګزمه وتلي و، د تېرکال په مارچ میاشت کې له چاودنې سره مخامخ شول.

پړکمشر لوک سټونز چې د خپلو ملگرو په زغره وال گاډي پسې روان و، د پلټنو دې غونډې ته روښانه کړه چې څه ډول نورو عسکرو د دغو کسانو د ژغورنې لپاره هلې ځلې کړې وې.

دغه بريد چې پړه يې هغه مهال طالبانو ومنله په ٢٠٠١ کال کې افغانستان ته د برتانوي ځواکونو له ورتگ راهيسې په يوه ځانگړي مورد کې دغو ځواکونو ته د سر تر ټولو دروند پېښ کړى و.

په بريد کې د لومړي کنډک ٣٣ کلن بريدمل نايجل کوپ او ورسره شل کلن پړکمشر جېک هارټلي، شل کلن پړکمشر انتوني فرامټن، ١٩ کلن سرتېرى کرېستوفر کرشا، ٢٠ کلن سرتېرى ډانيل وېډ او ٢١ کلن عسکر ډانيل وېلفورډ ووژل شول.

دوى ټول د يارکشېر فرقې د درېيم کنډک غړي وو. دا شپږ واړه په دومره درنه چاودنه کې وژل شوي وو چې د هغوى د سپرلۍ گاډى يې په بل مخ اړولى او د توپ شپېلۍ يې ترې غوڅه کړې وه.

په گاډي کې دننه جنگي مهمات وچاودل او دومره لويې لمبې يې جوړې کړې وې چې د ډېر وخت لپاره يې د ژغورونکو مخه ډب کړې وه.

پلټونکې ډلې د عدلي طب د ډاکټرانو شاهدي هم واورېده چې ويل يې اټکل يې دادى چې دغه ټول کسان تر چاودنې وروسته ځاى پر ځاى وژل شوي او يا بېسده شوي وو.

پلټونکو ته وويل شول چې دغه زغره وال گاډى د هغو دوو گاډو په کتار کې روان و چې د ٢٠١٢ کال د مارچ د شپږمې په ماښام په بم والوته.

پړکمشر سټونز چې په ورپسې گاډي کې سپور و، د پلټنې ډلې ته وويل چې د يوې زورورې چاودنې غږ يې واورېد او گومان يې کاوه چې پېښه ٤ يا ٥ دقيقې وروسته تر هغه چې دوى په لشکرگاه کې له خپلې اډې ووتل، رامنځته شوه.

شاوخوا يوه دقيقه وروسته له خپل گاډي راووت او دغه مهال ترې ٤٠ يا ٤٥ متره وړاندې د بلېدونکي اور لمبې راتاو شوې.

هغه وويل چې په چاودلي گاډي کې د بار مهماتو شاوخوا شل ډزې يې اورېدلې او ملگرو يې هڅه وکړه چې د اوروژنې د کوچنيو وسيلو په مرسته اور مړ کړي.

اټکل دى چې د پلټنې دا غونډه به چې دوه ورځې دوام کوي، د يو شمېر نورو هغو عسکرو مخامخ شاهدي هم واوري چې په همدغه گزمه کې سره يو ځاى وتلي وو.

ورته مطالب