سعودي عربستان کې د حج بیت الله مراسم دوام لري

Image caption سږکال شاوخوا یو نیم مسلمانان د حج په مراسمو کې برخه لري چې شاوخوا ۲۴ زره یې افغانان دي.

نن د ذو الحجې میاشتې لسمه نېټه ده چې د لوی اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده.

دا ورځ په نړۍ کې د ټولو مسلمامانو له خوا لمانځل کېږي.

سږکال شاوخوا یو نیم میلیون مسلمانان د حج په مراسمو کې برخه لري چې شاوخوا ۲۴ زره یې افغانان دي.

سږ کال د کعبې شریفې په شاوخواو کې د بیا رغاونې د چارو له امله د هېوادونو ونډه شل سلنه کمه شوې ده.

د سعودي عربستان د روغتیا وزیر عبدالله الرابعه د شنبې په ورځ وویل، تر اوسه حاجیانو کې ایم ای ار ایس نومي ویروس نه دی لیدل شوی. دغه ویروس ټوله نړۍ کې ۶۰ کسان وژلي، چې له دې نه ۵۱ کسان سعودي عربستان کې وژل شوي دي.

د تېرې ورځې په پای کې حاجیان له مکې مکرمې نه منیٰ ته لاړل او شپه یې هلته تېره کړه.

له دې مخکې د افغانستان د حج او اوقافو وزرات چارواکو ویلي، سږکال یې افغان حاجیان په خپل وخت او پرته له کومې سترې ستونزې سعودي عربستان ته رسولي او هلته یې هم مناسبې آسانتیاوې ورته برابرې کړې دي.

خو ځینو افغان حاجیانو ویلي چې د دوی لپاره له حرم څخه لېرې ځایونه نیول شوي او له یو شمېر ستونزو سره مخامخ دي.

د افغان چارواکو په وینا تر دې مهاله په سعودي عربستان کې ۹ تنه افغان حاجیان مړه شوي، چې یو یې په ترافیکي پېښه او اته نور یې د بېلابېلو ناروغیو او یا هم د عمر د لوړوالي له کبله وو.

په تېرو کلونو کې یو شمېر هغه افغانان چې حج ته د تلو تکل یې درلود او د خپل سفر پیسې یې هم تحویل کړې وې حج ته له تګه پاتې شول او په بېرته راستنېدو کې هم حاجیانو اعتراضونه کړي وو.

خو د حج او اوقافو سرپرست وزیر وايي ټول افغان حاجیان به د حج تر مراسمو وروسته په شاوخوا ۲۰ ورځو کې بېرته هېواد راستانه کړي.

ورته مطالب