فلپین کې زورورې زلزلې ۲۰ کسان وژلي

Image caption فلپین چې د ځمکې ښویېدنې پر خط موقعیت لري د زلزلې پېښې ډېرې پکې رامنځ ته کېږي.

د فلپین مرکزي سیمې یوې ځواکمنې زلزلې لړزولې او په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د زلزلې درجه اوه اعشاریه دوه وه او مرکز یې په بوهول ټاپو کې وو. په دې ټاپو کې د زلزلې له امله څلور تنه مړه شوي او د دې هېواد دوه تر ټولو پخوانۍ کلیساګانې یې زیانمنې کړي دي.

د دې ټاپو په ګاونډ کې د کیبو په ټاپو کې چې مشهوره توریستي سیمه ده، یو شمېر کسانو هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د زلزلې له امله د کبانو یو مارکیټ ونړید.

د زلزلې د پرله پسې ټکانونو له امله د دې ټاپو په تر ټولو لوی روغتون کې ناروغان او کارکوونکي اړ شول چې له روغتونه ووځي.

سېبو ښار کې د بحراني حالت پر مهال د مرستو ادارې مشر نیل سانچز په وینا دوی د یوه ښوونځي ودانۍ د نړېدو تاییدولو هڅه کوي.

د نوموړي په وینا" مواصلاتي او مخابراتي شبکې ورانې ویجاړې دي، ان زموږ دفتر ته هم زیان اوښتی، موږ باید بل ځای وکوچېږو"

د بوهول والي ایدګاردو چاټو ویلي، د زلزلې له کبله، د ښاروالۍ یوې ودانۍ او یوې کلیسا ته زیان اوښتی.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې له زلزلې وروسته په زیانمنه سیمه کې برېښنا پرې شوه.

یوه برتانوي، چې په سیبو کې له اوو کلونو راهیسې استوګن دی وویل" د زلزلې ټکانونه خورا زورور وو. کله چې د کور دیوالونه او ټوله سیمه زنګېدل، نو دا خورا وېرونکې تجربه وه"

له لومړنۍ زلزلې وروسته کوچني ټکانونه هم محسوس شوي دي.

د سیبو نفوسو شمېر دوه اعشاریه شپږ میلیونه کسانو ته رسېږي او له مانېلا نه دغه ځایي ته د الوتکې یو ساعت لاره ده. فلپین چې د ځمکې ښوییدنې پر خط موقعیت لري د زلزلې پېښې ډیرې رامنځته کیږي.

ورته مطالب