سوریه کې د لوږې له کبله د پیشوګانو او سپو خوړلو فتوا

Image caption "د نړۍ له وږو سره مرسته" په نامه د جرمني یوې خیریه مؤسسې تېره ورځ خبرداری ورکړی، چې د ډېرې ګرمۍ او لوږې له کبله شاید ګڼ سوري وګړي له ناورین سره مخامخ شي.

په داسې حال کې چې د جرمني مرستنیدویې ادارې په سوریه کې د لوږې رامنځ ته کېدو وړاندوېینه کړې ده، د سوریې ځینو علماوو په هغو سیمو کې د سپو، پیشوګانو او خرو د غوښو خوړلو فتوا ورکړې ده، چې پوځ د خوراکي توکو پر ورتګ بندیز لګولی.

سوري فعالان وايي، پوځ غوطه او شاوخوا سیمو ته د خوراکي توکو پر لېږد بندیز لګولی، چې شاید خلک د لوږې له لوی ناورین سره مخامخ کړي.

د غوطې په سوېلي سیمو له څو میاشتو راهیسې د خوراکي توکو بندیز لګېدلی دی.

فعالین وايي، پر دغو سیمو تقریباً هره ورځ هره ورځ بمبارۍ او بریدونه کېږي.

د دمشق سوېلي کې د رسنیو یوه مرکز پر انټرنېټ هغه وېډیو خپره کړې ده، چې ځینو علماوو له لوږې د مړینې د مخنیوي لپاره په کې د هغو حیواناتو غوښه حلاله بللې ده، چې په اسلام کې حرامه ده.

ځینو فعالانو لا ویلي، چې شاید له لوږې سره مخامخېدونکي وګړي د مړو د غوښو خوړلو ته اړ شي.

سوري فعالان وايي، د دمشق ختيځ او لوېديځ غوطه او شاوخوا سیمو کې ۶۰۰ زره وګړي له څو میاشتو راهیسې د حکومتي ځواکونو په کلابندۍ کې دي، چې نه خواړه او نه هم درمل ورپرېښودل کېږي.

ویل کېږي، چې په دغو سیمو کې د خوړو او درملو د کمښت او خوارځواکۍ له کبله ډېر ماشومان مړه شوي.

د سوریې د سور صلیب کمېتې ویلي، چې وړمه ورځ له المعضمیه سیمې ۱۵۰۰ خلک کډوال شوي، چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دي.

دغه کسان پر داسې مهال له خپلو مېنو وتلو ته اړ شوي، چې د سوریې د ازاد پوځ او پوځ ترمنځ اوربند اعلان شوی دی.

المعضمیه او دمشق ته څېرمه نورې سیمې د پوځ په کنټرول کې دي، چې تقریباً هره ورځ پرې بمبار او بریدونه کېږي.

پر دغو سیمو تر ډېره برېښنا پارچاو شوې ده.

د الغوطه او دمشق پر ځینو نورو سوېلي کلیو د لوی اختر پر لومړۍ ورځ هم بریدونه شوې وو، چې د خبریالانو په وینا، هلته نارامیو له خلکو د اختر خوښي اخیستې ده.

د لوږې خطر

"د نړۍ له وږو سره مرسته" په نامه د جرمني یوې خیریه مؤسسې تېره ورځ خبرداری ورکړی، چې د ډېرې ګرمۍ او لوږې له کبله شاید ګڼ سوري وګړي له ناورین سره مخامخ شي.

Image caption د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان اکتوبر پر دویمه دغو سیمو ته ژر تر ژره د بشري مرستو د پرېښودو غوښتنه وکړه.

د دغې ادارې مشرې بربل دیکمان د لوږې په اړه پخپل کلني راپور کې ویلي، شمېرې ښيي چې د سوریې نژد څلور میلیون وګړي ډېرو عاجلو خوړو ته اړتیا لري.

نوموړې زیاتوي د سوریې په هرو څلورو کورنیو کې یوه کورنۍ په میاشت کې یوه ټیک اوونۍ خواړه نه لري، ځکه چې نه یې په پیسو د رانیولو وس لري او نه هم وړیا خواړه ور رسېږي.

په سوریه کې د سرغړونو د ثبتولو مرکز هم څو ورځې مخکې ویلي وو، چې تر دېرشو زرو ډېر سوري وګړي د دمشق سوېل کلابنده سیمه الحجرالاسود کې له مرګونې لوږې سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان اکتوبر پر دویمه دغو سیمو ته ژر تر ژره د بشري مرستو د پرېښودو غوښتنه وکړه.

ورته مطالب