کانګرس د بوديجې طرحې ته مثبته رايه ورکړه

Image caption ښاغلي اوباما وویل، دی به ژر تر ژره دغه هوکړه لاسلیک کړي، چې د قانون بڼه غوره کړي

له دوو اوونیو سختو ناندریو وروسته د امریکا کانګرس هغه هوکړه تایید کړه، چې له مخې به یې د دغه هېواد د یو شمېر حکومتي ادارو بندښت پای ته رسيږي او د هېواد د پورونو کچه به لوړه شي.

په مشرانو جرګه کې دغه دوه ګوندیزه معامله چې تر ۲۰۱۴ کال پورې به دوام وکړي، په ستر اکثریت ومنل شوه، خو په ولسي جرګه کې په لږ اکثريت تصويب شوه.

په دغه جرګه کې ډېرو جمهوري غوښتونکو د دغې هوکړې مخالفت وکړ.

ښاغلي اوباما وویل، دی به ژر تر ژره دغه هوکړه لاسلیک کړي، چې د قانون په توګه رامنځته شي.

ده، دغه هوکړه د حکومتي کړکېچ پای وباله.

خو د جېس فیلډز په نامه یوه جمهوري غوښتونکي دغه هوکړه خواشینوونکې وبلله.

ښاغلی فيلډز وایي: "جمهوري غوښتونکي ګوند د ډېرو امریکایانو غږونه اورېدلي، چې د دغه قانون په اړه اندېښمن دي او هڅه یې کوله چې یو څه اسانتیا په کې راشي".

خو دغه جمهوري غوښتونکو وايي، له بده مرغه د مشرانو جرګې ډموکراتانو او جمهوري غوښتونکو غړو داسې یوه معامله وکړه، چې د دې ستونزې لپاره یې کومه حل لاره را و نه ویسته.

دی وايي، د دې هوکړې له مخې د هېواد ملي پور نور هم زیات شو، چې وار له مخه ۱۷ تریلیونو ډالرو ته رسېدلی دی.

په امريکا کې له تېرو نژدې دوو اوونيو راهيسې يو شمېر حکومتي ادارې تړلې دي، او حکومتي مامورين پرته له تنخوا په کورنو ناست دي.

ولسمشر اوباما وروسته له هغه د حکومتي ادارو د تړل کېدو اعلان وکړ، چې مشرانو جرګې يې وړاندې شوې بوديجه تصويب نه کړه.

تر دې ۱۷ کاله وړاندې يو ځل د امريکا د پخواني ولسمشر بل کلنټن د واکمنۍ پر مهال هم حکومتي ادارې تړل شوې وې.

ورته مطالب