په مصر کې سلګونه سوري کډوال نيول شوي دي

Image caption سوريه کې د کډوالو د ۱۳ بېړيو ۷۲۴ تنه يې مصري حکومت بنديان کړي

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په مصر کې سوري کډوال په غير قانوني ډول نيول کېږي او بېرته خپل هېواد ته لېږدول کېږي.

د بشري حقونو دغه ډله وايي، ګډوال په ډېر بد حالت کې دي او داسې ماشومان يې په منځ کې شته، چې عمرونه يې ايله د یوه کال دي.

هغسې چې د بښنې سازمان وايي، ځينې دغه کډوال تورن دي، چې ګواکې د 'اخوان المسلمين پلويان دي.

په مصر کې اوسني سياسي مناسبات، چې په پايله کې يې د مصر ولسمشر له واکه لرې کړای شو، شرايط د سوري کډوالو لپاره لا سخت کړې دي.

خو د مصر د بهرنيو چارو وزارت دا راپور رد کړی او ويلي يې دي چې له تېرو دوو کلونو راهيسې سوري کډوال پرته له کومې ستونزې مصر ته وراوړي.

د ملګرو ملتو اټکل دا دی، چې د ۲۰۱۴ کال تر پايه به د هغو کډوالو شمېر له اتو ميليونو واوړي، چې په سوريه کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کېږي.

د بښنې د نړیوال سازمان د کډوالو د برخې مسوول شريف السيد علي ويلي دي: "مصري چارواکي دنده لري، له هغو کسانو چې له سوريې تښتي او غواړي په مصر کې پناه واخلي، د هغوی ساتنه وکړي".

د ګډوالو ۱۳ بېړۍ

ده په يوه بيانيه کې ويلي، چې اوسمهال مصريان دغه دنده، نه عملي کوي، 'آن د کډوالو لپاره چې اغېزمن شوې دي.

د بښنې سازمان دغه مسوول مصر تورن کړ، چې د پناه غوښتونکو سره د مرستې پر ځای هغوی نيسي او بېرته يې خپل هېواد ته ورستنوي.

وړاندې تر دې، چې محمد مرسي د پوځ له لوري له واکه لرې شي، سوري کډوالو ويل چې په مصر کې د خونديتوب احساس کوي.

هغسې چې د بښنې د نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، له هغه وروسته چې پخوانی ولسمشر محمد مرسي له واکه لرې شو، ځينې کسانو او رسنيو ويل، چې سوري کډوال په هغو غونډو کې برخه اخلي چې د محمد مرسي بېرته واک ته رسېدل غواړي.

د سازمان راپور وايي د مصر سمندري ځواکونو تر اوسه په مديترانه سمندر کې د کډوالو ۱۳ بېړۍ نيولي، او د ټولو ۹۴۶ کسانو له ډلې ۷۲۴ تنه يې له دوی سره په بند کې دي.

ورته مطالب