سعودي عربستان د امنيت شورا غړيتوب ونه مانه

Image caption سعودي ويلي تر هغه چې په دغه شورا کې اصلاحات نه وي راغلي، دغه څوکۍ نه قبلوي

سعودي عربستان اعلان کړی، چې د ملګرو ملتو په امنيت شورا کې غير دايمي غړیتوب، نه مني.

سعودي ويلي په امنيت کې شورا کې د 'دوه ګونو معيارونو' له امله، چې د نړۍ پر سولې او امنيت اغېز غوړولی شي، نه شي کولای د دغه سازمان غړيتوب ومني.

تېره ورځ سعودي عربستان، چاد، ليتوانيا، چيلي او نيجريا د ملګرو ملتو د امنيت شورا غير دايمي غړي، اعلان شول.

د سعودي د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ويل شوي: "د سعودي شاهي حکومت په امنيت شورا کې د کاري ميکانيزمونو او دوه ګونو معيارونو شاهد دی او دا ټول د دې مخه نيسي چې دغه شورا وکړای شي په نړۍ کې د سولې په تړاو خپله مسووليتونه اداء کړي".

په بيانيه کې دغه راز ویل شوي، تر هغه چې په دغه شورا کې اصلاحات نه وي راغلي، سعودی عربستان نه شي کولای، دغه څوکۍ قبوله کړي.

د سعودي عربستان له لوري په خپره شوې اعلاميه کې نه دي ويل شوي، چې څه ډول اصلاحات بايد راوستل شي.

سعودي تر دې مخکې د سوريې له جګړې سره د مقابلې په اړه د نړیوالې ټولنې د ماتې له امله ، خبرداری ورکړی و.

د ملګرو ملتو په امنيت شورا کې څوکۍ لرل له دې امله ډېر مهم دي، چې غړي يې په نړۍ کې په امنيتي او د سولې په مسايلو کې د تصميم نيولو، واک لري.

د ملګرو ملتو امنيت شورا ۱۰ غير دايمي غړي لري، چې په هرو دوو کلونو کې يو ځل انتخابېږي.

امريکا، برتانيا، روسيه، چين او فرانسه د دغې شورا دايمي غړي دي، چې د ويتو يا يوې پرېکړې نه د منلو حق هم لري.

دغه پنځه هېوادونه چې د پنجشنبې په ورځ غوره شول د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې به د ګواتيمالا، مراکش، پاکستان، توګو او اذربايجان ځای ونيسي.

ورته مطالب