د امريکا 'تړلې فدرالي ادارې' بېرته پرانستل شوې

Image caption ښاغلي اوباما وويل،د بوديجې پر سر په دغو ناندريو کې هېڅوک هم ګټونکی، نه دی

په امريکا کې د بوديجې او د پور اخيستو د کچې پر سر راپورته شوې لانجه پای ته رسېدلې او له دې سره جوخت سلګونه زره حکومتي مامورين خپلو دندو ته ورستانه شوي دي.

د امريکا کانګرس د مشرانو جرګې له لوري استول شوې طرحه تصويب کړه او ولسمشر اوباما هغه لاسليک کړه.

وروسته له دوو اوونيو د امريکا د فدرالي ادارې دروازې، چې د بوديجې پر سر د ناندريو له امله تړل شوې وې، بېرته پرانستل شوې.

د چارشنبې ناوخته د امريکا د کانګرس د استازو جرګې د مشرانو جرګې هغه طرحه ومنله، چې تر مخې به يې د جنورۍ تر ۱۵مې د حکومت بوديجه منظوره شي او د فبرورۍ تر اوومې به د امريکا د حکومت د پور د اخيستلو کچه لوړه شي.

ولسمشر اوباما د خپلې ژمنې سره سم دغه هوکره ليک لاسليک کړ او په دې توګه يې دغه کورنۍ ډرامه چې نړیوال ورته ګوته په غاښ وو، پای ته ورسوله.

ښاغلي اوباما د خپل ګوند د غړو د احساساتي غبرګونونو پر خلاف، د احساساتو د کابو کولو هڅه وکړه، ويې ويل چې د بوديجې پر سر په دغو ناندريو کې هېڅوک هم ګټونکی، نه دی.

ده زياته کړه چې په تېرو څو اوونيو کې موږ د خپل هېواد اقتصاد ته بېځايه تاوان ورساوه.

ښاغلي اوباما له کانګرس نه وغوښتل چې د يو شمېر اورپکو له خوا تر فشار لاندې را نه شي او په دې وپوهېږي، چې بايد په واشنګټن کې د حکومت د بېلابېلو څانګو کړنې بدلې شي.

لنډمهالې خوشحالي

د امريکا ولسمشر بارک اوباما له ګانګرس نه وغوښتل، چې لاس په کار شي او د يوې منځلارې بوديجې ترڅنګ دې د کډوالۍ قوانينو د اصلاح او بزګرانو د يوه قانون په اړه دې بحث پيل کړي.

ولسمشر له فدرالي کارکوونکو، د دوی د کار او خدمت له امله مننه وکړه او دوی ته يې ور په ياده کړه، چې کار يې د امريکا لپاره اړين دی.

د اوباما د ادارې نورو لوړپوړو چارواکو هم په ورته ډول کار ته ستنېدونکي مامورين وستایل.

ښاغلي اوباما ژمنه وکړه چې هېواد به يې له دغه وضعيت نه هم تېر شي، خو خبرداری يې ورکړ چې دا کار به دومره اسانه، نه وي.

د تېرې ورځې د کانګرس جوړجاړي که څه هم حکومت پرانست او د پور د اخيستو کچه يې لوړه کړه، خو د دواړو لانجمو ستونزو پر سر هوکړه يې د راتلونکي کال پيل ته پرېښوده.

شنونکي وېره لري چې د خپلو استازو پرېکړې ته د امريکايانو خوشحالي ښايي لنډمهالې وي، ځکه په څو راتلونکو مياشتو کې به دموکراتان او جمهوريت غوښتونکي بیا سره لاس او ګرېوان وي.

ورته مطالب