سوريه کې ځانمرګي موټر بم لږترلږه ۳۰ کسه وژلي

سوريه
Image caption راپورونه وايي ښايي په چاودنه کې د وژل شويو کسانو شمېره نوره هم زياته شي

د سوريې د هما ښار په څنډو کې د يوه ځانمرګي موټر بم بريد په پایله کې لږترلږه ۳۰ کسه وژل شوي دي.

حکومتي اژانس صنعا ويلي، ياغيانو له يو ټن زيات چاودېدونکي توکي په يوه لارۍ موتر کې بار کړي و، او له يوې حکومتي پوستې سره نژدې يې وچول.

د چاودنې له امله د پېښې له ځای سره نژدې د تيلو يوه پمپ اور اخيستی، او دې د زيانونو او مرګ ژوبلې کچه لوړه کړې ده.

په برتانيا کې مېشته د سوريې لپاره د بشري حقونو څار ډله وايي، له القاعدې سره تړلې د النصره ډلې دغه بريد کړی دی.

خو تر اوسه دا په خپلواک ډول نه ده تاييد شوې، چې بريد چا کړی دی.

دغه ډله وايي ښايي په چاودنه کې د وژل شويو کسانو شمېره نوره هم وخېژې.

دوی وايي په پېښه کې زيات شمېر کسان ټپيان شوي، چې د ځينو حالت نازک ښوول شوی دی.

د بېړنيو خدمتونو ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي او د خبري اژانسونو تصويرونه ښيي، چې زياته ويجاړي شوې ده.

وروسته له هغه چې په ۲۰۱۱ کال کې د سوريې پاڅونونه پيل شول، په لومړيو مياشتو کې په هما ښار کې د ولسمشر اسد پر ضد لوی لاریونونه وشول.

د سوريې کنفرانس

خو د ۲۰۱۱ کال په دوبي کې سوري ځواکونو پر دغه ښار يرغل وکړ، چې تر اوسه يې تر کنترول لاندې دی.

په ۱۹۸۲ کې هغه مهال چې سني مخالفينو پاڅون وکړ، د بشار الاسد پلار حافظ الاسد هغوی وځپل او لسګونه زره کسان يې ووژل.

پر همدې مهال د عرب ليګ مشر ويلي، د سوريې د کړکېچ د هواري په اړه به د نومبر په ۲۳ مه يو کنفرانس جوړ شي.

نبيل العربي دغه څرګندونې د سوريې لپاره د ملګرو ملتو له نړيوال استازی لخضر براهيمي سره له ليدنې وروسته کولې، چې اوس د منځني ختيځ په سفر دی.

د لويديځ او عربي هیوادونو استازي به د سې شنبې په روځ د سوريې د مخالفينو له مشرانو سره وګوري او دوی به وهڅوي، چې په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي.

ورته مطالب