فرانسې په پټه د ټيليفوني اړيکو په تړاو د امريکا سفير احضار کړی

Image caption د افشا شويو مالوماتو له مخې د ۳۰ ورځو په اوږدو کې تر ۷۰ میلیونو زیاتې ټیلیفوني اړیکې ثبت شوې دي

په فرانسه کې د امریکا سفیر د هغو تورونو له امله د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی، چې ګواکې د امریکا د ملي امنیت ادارې په فرانسه کې میلیونونه ټیلیفوني اړیکې په پټه ثبت کړې دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر مانویل والس دغه اقدامات چې په لوموند ورځپاڼه کې خپاره شوي، هیښوونکي بللي دي.

دې ورځپاڼې دغه تورونه د هغو مالوماتو پر بنسټ خپاره کړي، چې د تښتېدلي امریکايي استخباراتي کارکوونکي ایډوارډ سنوډن له خوا افشا شوي دي.

ورځپاڼې ليکلي چې د امريکا د ملي امنيت ادارې په فرانسه کې د سوداګرو، چارواکو او د مشکوکو کسانو د ترهګريزو فعاليتونو په اړه خبرې اورېدې.

د دغو مالوماتو له مخې د روان کال په سر کې د ۳۰ ورځو په اوږدو کې تر ۷۰ میلیونو زیاتې ټیلیفوني اړیکې ثبت شوې دي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لوران فابيوس ویلي دي، چې د امريکا سفير یې احضار کړی، چې د دغو ادعاو په اړه ورسره (سملاسي) بحث او خبرې وکړي.

تر دې وړاندې مکسیکو هم د امریکا هغه څارګري په کلکه غندلې وه، چې د سنوډن د افشا کړو مالوماتو له مخې، د دغه هېواد پر ولسمشر تر سره شوې وه.

د شپيګل ورځپاڼې داسې اسناد خپاره کړې، چې ادعا په کې شوې د امريکا د ملي امنيت ادارې د مکسيکو د پخواني ولسمشر فليپه کالدرون ايمېلونه هغه مهال چې په واک کې وو، هک کړي وو.

نه منوونکې کړنه

د هغو معلوماتو له مخې چې د ښاغلي سنوډن له لوري افشا شوي، د امريکا ملي امنيت په ۲۰۱۰ کال کې د ښاغلي کالدرون ايمیلونه هک کړي دي.

د مکسيکو د بهرنيو چارو وزير دا ډول کړنې "نه منونکې، غير قانوني او له اصولو سره په ټکر" کې بللي دي.

د امریکا د استخباراتو تښتیدلي مامور اډوارډ سنوډن اوس په روسيه کې پناه اخیستې، او دا يې رد کړې چې ګنې، په پټه يې روسیې ته د امریکا اسناد ورکړې دي.

له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې، ښاغلي سنوډن ویلي، کله چې دی په هانکانګ کې و، نو ټول اسناد یې خبریالانو ته ورکړې وو.

نوموړي ويلي، روسیې ته د اسنادو ورکول یې د خلکو په ګټه نه و او وايي د چین د استخباراتو په اړه د ده مالوماتو، د امریکا اسناد د چین له جاسوسانو خوندي وساتل.

ورته مطالب