د عراق خونړيو بريدونو لسګونه کسان وژلي دي

عراق
Image caption د عراق امنيتي ځواکونه په دغو بريدونو کې اسلامپالي جنګيالي پړه بولي

د عراق د يوې شعيه ميشتې سيمې په يوه سماوات کې يوه ځانمرګي بريد لږترلږه ۳۷ کسه وژلي دي.

دغه بريد چې د يکشنبې په ورځ د بغداد په سويل لويديځ کې په يوه سمه کې وشو څه دپاسه ۴۰ نور کسان يې ټپيان کړې دي.

تر اوسه دا روښانه، نه ده چې دغه ځانمرګی بريد کومې ډلې پلان کړی او چا ترسره کړی دی.

د بغداد پوليس وايي پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې په چاودېدونکو توکو بار يو موټر د سماوات له دروازې سره وجنګېد او وچاودېد.

ويل کېږي دغه سماوات او ورسره څنګ کې يې د ميوو پلورلو هټۍ ته ډېر ځوانان ورتلل.

د پوليسو سرچينو بي بي سي ته سني جنګيالي د دغه بريد په کولو پړه بللي دي.

نور بريدونه

بل خوا د يکشنبې په ورځ د عراق په لويديځ انبار کې پر حکومتي ودانيو او د پوليسو پر مرکز ځانمرګو بريدونو لږترلږه پنځه کسه وژلي او ۱۵ يې ټپيان کړي دي.

چارواکو بي بي سي ته وويلي، چې ګومان کېږي اسلامپلاي جنګيالي د دغو بريدونو ترشا دي.

انبار ښار د سوريې له پولو سره په ۷۵ کيلومترۍ کې پروت دی.

عراقي پوليسو دغه راز اعلان کړی، چې د بغداد شمال ته د سامرا په ښار کې يوه بل ځانمرګي بريد لږترلږه شپږ کسه وژلي دي.

عراق په تېرو څو مياشتو کې د تاوتريخوالي د بېسارو څپو شاهد دی او زرګونه کسان په کې وژل شوي دي.

يوازې په روان کال کې دغلته له ۶۰۰۰ ډېر کسان د تاوتريخوالي په پېښو کې وژل شوي دي.

په عراق کې وروستي بريدونه د شعيه او سنيانو ترمنځ د فرقه يي شخړو له امله رامنځته شوي، چې پر يو بل بريدونه کوي.

ورته مطالب