ټلګراف: د ترهګرۍ مهارولو په اړه د برتانيا هڅې

Image caption ټلګراف د برتانيا د بهرنيو استخباراتو ادارې- اېم آى شپږ له نورو استخباراتي ادارو نه د کارکوونکو د راجلبولو غوښتنه کړې

د لندن يوې ورځپاڼې ليکلي چې د برتانيا استخباراتو په افغانستان کې د نورو کارکوونکو د استخدام غوښتنه کړې، چې په ليکنه يې تر ٢٠١٤ کال وروسته د استخباراتي تشې د رامنځته کېدو مخه ونيسي.

ټلگراف ورځپاڼې په خپله نننۍ گڼه کې ليکلي چې د برتانيا د بهرنيو استخباراتو ادارې- اېم آى شپږ له نورو استخباراتي ادارو نه د کارکوونکو د راجلبولو غوښتنه کړې چې د برتانوي ځواکونو تر وتلو وروسته له افغانستان نه د ترهگرو گواښونو د ډېرېدو غم وخوري.

ورځپاڼه ليکي چې دا معلومات يې په لندن کې له استخباراتي سرچينو نه تر لاسه کړي دي.

که څه هم د برتانيا حکومت د ورځپاڼې په ليکنه باوري دى چې افغان ځواکونه پوره وړتيا لري، خو له استخباراتو سره اندېښنه ده چې د ناټو تر وتلو وروسته ښايي افغانستان يو ځل بيا د نړيوالو ترهگرو په يوه کاري مرکز واوړي.

د ډيلي ټلگراف په وينا اوس پر دې غور روان دى چې د پوځي استخباراتو غړي د بهرنيو استخباراتو له ادارې سره د همکارۍ لپاره د هغوى په واک کې ورکړای شي.

ټلگراف وايي د معلوماتو له مخې يې استخباراتي ادارو دا اندېښنه له سر سر چارواکو سره شريکه کړې ده.

اټکل دى چې د برتانيا د ملي امنيت شورا تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان حالات په هغه غونډه کې چې د دې کال تر پايه به جوړه شي، وڅېړي.

د ټلگراف په ليکنه، برتانيا په افغانستان کې استخباراتي معلومات د پوځي استخباراتو له لارې راټولول او د هغوى په وتلو سره به په دې برخه کې ژوره تشه رامنځته شي.

ورته مطالب