د بشري حقونو سازمانونو ډرون بريدونه غندلي دي

Image caption په پاکستان کې په یوه بريد کې ډرون ۱۸ کارګر وژلي دي

د بښنې د نړیوال او د بشري حقونو د څار سازمانونو راپورونه ښيي چې په شمالي وزیرستان کې يې له ۴۵ بریدونو د نهو هغو ارزونه او څېړنه کړې، چې د تېر کال د جنورۍ او اګست میاشتو ترمنځ شوې دي.

دوی وايي په دغو بریدونو کې وژل شوي کسان جنګیالي نه وو او نه یې امريکا او د هغه متحدينو ته کوم ګواښ رامنځ ته کړی وو.

دوی په خپل راپور کې ويلي، دا وړ بريدونه له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

په راپور کې د ۲۰۱‍۲ او ۲۰۱۳ کال ترمنځ د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په اړه ویل شوي، چې د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کې يوه ۶۸ کلنه ښځه، چې په خپل کور په کرنه بوخته وه د بې پيلوټه الوتکې په یوه بريد کې ووژل شوه.

د همدې ورځې په پای کې له افغانستان سره پر پوله ۱۸ پاکستاني کارګر چې ډوډۍ يې خوړله د بې بيلوټه له لوري په نښه شول او ووژل شول.

د بښنې نړیوال سازمان د دغه راپور په برابرولو کې په سيمه کې له عيني شاهدانو سره خبرې کړي او ليکلي يې دي سره له دې چې په دغو ځايونو کې کله ناکله طالبان راټولېدل، خو پوښتل شويو کسانو ويلي چې وژل شوي د طالبانو غړي نه دي.

د بښنې سازمان يو وياند وايي: "د دغو وژنو د توجيه کېدو لپاره هېڅ دلايل نه دي موندل شوي".

د دغه سازمان وياند زياته کړې ده: "دا د منلو وړ ده چې په سيمه کې د امريکا او ملاتړو لپاره يې جدي ګواښونه متوجه و، خو د دې منل ګران دي چې د ساده کارګرو يوه ډله او يا يوه زړه ښځه دې، د امريکا لپاره ګواښ وي".

يمن ډرون بريدونه

سازمان د امريکا له حکومت نه غوښتي، د بې پيلوټه الوتکو د هغو بريدونو په دې اړه پلټنې وکړي چې د غير قانوني وژنو لامل ګرځي او د اسنادو موندلو په صورت کې دې له ترسره کوونکو سره قانوني چلند وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان ويلي، د امريکا د ډرون په بريدونو کې ملکي تلفات د ولسمشر اوباما له هغې خبرې سره سر نه خوري، چې وايي د بريدونو پر مهال ملکيانو ته پام کېږي.

ویل کیږي دغو بریدونو پر خلکو ژور اروايي اغېز پرې ايښی، چې لا له وړاندې د القاعدې، طالبانو او پاکستاني پوځ د بریدو له امله اغېزمن شوي دي.

په یو بل جلا راپور کې چې د بشري حقونو د څار ادارې له خوا خپور شوی ویل شوي چې په یمن کې د بې پیلوټه الوتکو د شپږو بریدونو له ډلې په دوو کې یې ټول ولسي وګړي وژل شوي دي.

ورته مطالب