د فرانسې ولسمشر له امريکا ناخوښي څرګنده کړې

اډوارډ سنوډن
Image caption دغه ناندرۍ د ادوارد سنوډن له افشاګريو وروسته راپورته شوې

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د هغو ادعاوو په اړه ولسمشراوباما ته ژوره ناخوښي ښوولې، چې وايي د امريکا استخباراتي ادارې په پټه په فرانسه کې ميليونونه ټيلفوني مکالمې ثبت کړي دي.

دواړو ولسمشرانو ټيليفوني خبرې کړي او پر شويو ادعاوو يې بحث کړى دی.

ښاغلي اولاند وويل دا ډول چارې چې د فرانسويانو په محرمياتو کې مداخله وشي د دوو ملگرو او متحدينو ترمنځ د منلو وړ نه دي.

خو تر دې وړاندې د امريکا متحده ايالاتونو په دې اړه د فرانسې اندېښې بي ارزښته وبللې.

د امريکا د بهرنيوچارو وزير جان کېري پاريس کې خبريالانو ته د وينا پر مهال وويل، دا دامريکايانو د امنيت د خوندې کولو د عملياتو يوه برخه ده.

ښاغلي کېري وويل: "لکه څنگه چې ولسمشراوباما وويل موږ اوس د امريکا په متحده ايالاتونو کې د استخباراتي معلوماتو د راټولو پر لارې چارې غور کوو، او زه فکرکوم دا پرځاى ده او تل موهڅه دا ده چې د امنيت او د خپلو وگړو د محرمياتو د خوندې کولو ترمنځ انډول وساتو، او د دې کار د دوام ترڅنگ به په دې اړه دلته په فرانسه کې له خپلو نژدې ملگرو سره سلامشورو ته هم دوام ورکوو".

په همدې حال کې د فرانسې لومړي وزير جان مارک ايرول ويلي، د لي موند په ورځپاڼه کې د امريکايي استخباراتو له لوري فرانسه کې د خلکو د ټيليفوني مکالمو د اورېدو پر ادعاوو يې ټکان خوړلى دى.

هغه داهم وويل، پر دې يې باور نه راته چې د امريکا متحد ايالاتونه به په پټه د خلکو خبرې اوري اودا چي دا کار هيڅ ډول توجيه نه لري.

د فرانسې د همدې قهر او غوصي په ترڅ کې پاريس کې د امريکا سفير د فرانسې د بهرنيو چارووزارت ته وروغوښتل شو.

د لي موند ورځپاڼې هغه سندونه خپاره کړي، چې د امريکايي استخباراتو پخواني تښتيدلي کارکوونکي ايډوارد سنوډن په ډاگه کړي دي.

په دغو سندونه کې ويل شوي، د روان کال په لومړيو کې د يوې مياشتې په موده کې فرانسه کې شاوخوا ۷۰ ميليونه ټيليفوني مکالمې په پټه اورېدل شوي دي.

ورته مطالب